تازه خبرونه
له پاکستان څخه څه باندې ۲۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ويلي، چې پرون (یکشنبه د چنګاښ ۴ ) له پاکستان څخه ۲۳۰ مهاجرې کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې بېرته هېواد ته راستنې شوې.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د تورخم دروازې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته د IOM دفتر د څښاک اوبه، بسکتونه او خپلو اصلي ځایونو ته د ستنېدو کرایه هم ورکړشوې ده.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکیو چارو رياست وايي، چې تېره مياشت د نيمروز له لارې ۶۴۱۱۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
