سیمه ییز خبرونه
له پوځي وسايطو څخه غېر مجاز استفاده د دولتي مسئولينو له خوا زېاته شوې ده
په دې وروستيو كې له پوځي وسايطو څخه غېر مجاز استفاده د دولتي مسئولينو په ځانگړې توگه پوليسو له خوا زېاته شوې ده، په همدې دليل يو شمېر كابل ښاريان د مسئولينو پر دې كړنې د نيوكې تر څنگ د دغې ستونزې د مخنيوي غوښتنه كوي.
په ښار كې د وسله والو كسانو گرځېدا را گرځېدا او د پوځيانو له لوري له پوځي وسايطو ناوړه استفاده په هېواد كې د دېرو خلكو د اندېښنې وړ مسئله گرځېدلې ده.
په همدې حال كې ترافيك وايې، كه د پوليسو له وسايطو څخه د ناوړه استفادې مورد وويني، مسئولين به يې قانوني مراجعو ته ور وپېژني.
په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت خبردارى وركوي، چې كه چا د پوليسو له وسايطو ناوړه استفاده وكړه، ور سره به جدي او قانوني چلند وشي.
د كورنيو چارو وزارت ابلاغيه
(( ډېر كله ليدل كېږي، چې امنيتي ځواكونه له دولتي وسايطو څخه په شخصي چارو آن په ودونو كې گټه اخلي، چې د سېر او سفر د تگلارې خلاف چاره ده، د ناوړه گټې اخيستو زمينه برابروي او امنيتي وسايط بې ځايه استهلاك كېږي، نو د پوليسو هېڅ واسطه له ټاكل شوي خط او سېر پرته، چې د سيټ آمر او چلوونكى يې له ځان سره لري، په ښارونو كې گرځېداى نه شي او د رسمياتو له پاى ته رسېدو وروسته څوك نه شي كولاى دا وسايط د خپل كور تر شا ودروي، بايد په قطعاتو او اصلي اډو كې ودرول شي.))
د پوځي چارو كارپوه مياگل خالد د كورنيو چارو وزارت له دې اقدام څخه هركلى كوي او په كابل او د هېواد په نورو ښارونو كې يې د پلې كېدو غوښتنه كوي.
د كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې په ښارونو كې د پوليسو له لوري د دولتي وسايطو د گرځېدو مسئله جدي نيسي، چې په ځينو مواردو كې وسله والو مخالفينو د پوځي وسايطو او يونيفورم څخه پر استفادې په ورانكارو عملونو لاس پورې كړى دى.
