سیمه ییز خبرونه
له پوځ سره ښې اړیکې نلرل لیونتوب دی
نوموړي د رویټرز خبري سرچینې ته د پوښتنو په ځواب کې، چې د هغه د رسنۍ او قانوني ډلې لهخوا خپره شوې لیکلي: د پاکستان جغرافیایي موقعیت او په خصوصي سکټور کې د پوځ د پام وړ رول ته پر پاملرنه به دا لیونتوب وي، چې دا ډول اړیکې ټینګې نشي. مونږ پخپلو سرتېرو او وسلهوالو وياړو.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې پر پوځ یې له واکه د لرې کولو تور پورې کړی؛ ویلي، چې له پوځ سره د ښو اړیکو نلرل لیونتوب دی او ورسره هر راز خبرو ته چمتووالی لري.
عمران خان، چې د فساد او د دولتي رازونو د خپرولو پر تور زنداني دی؛ د یکشنبې پر ورځ (د زمري څوارلسمه ۴) یې د خپل بند د کلیزې په مناسبت رویټرز ته ویلي؛ هغه د پوځ پر ځینو جنرالانو نیوکه کړې، نه پر ټول پوځ.
نوموړي د رویټرز خبري سرچینې ته د پوښتنو په ځواب کې، چې د هغه د رسنۍ او قانوني ډلې لهخوا خپره شوې لیکلي: د پاکستان جغرافیایي موقعیت او په خصوصي سکټور کې د پوځ د پام وړ رول ته پر پاملرنه به دا لیونتوب وي، چې دا ډول اړیکې ټینګې نشي. مونږ پخپلو سرتېرو او وسلهوالو وياړو.
هغه زیاته کړې، چې پوځ د یوه بنسټ په توګه باید د مشرانو د ناسمو محاسبو لپاره ملامت نشي.
عمران خان زیاته کړې، چې که د ده د پلویانو پر ضد جعلي دوسیې لغو شي؛ رڼې او پاکې ټاکنې وشي، نو له پوځ سره مشروطو خبرو ته چمتو دی.
هغه ونه ويل، چې پر کومه موضوع غواړي له پوځ سره خبرې وکړي.
د پاکستان پوځ او حکومت د دغه راپور تر خپرېدو پورې د عمران خان د وړاندیز په اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.
د پاکستان پوځ د پاکستان د ۷۶ کلن تاریخ له نیمایي ډېر کلونه حکومت چلولی او په سیاست او حکومتدارۍ کې یې ستر رول لوبولی او یو لومړي وزیر هم بریالي شوي ندي، چې خپله پېنځه کلنه دوره بشپړه کړي او خپل ډېر وخت یې په زندان او تبعید کې تېر کړي دی.
شنونکيو ويلي: له پوځ سره له هوکړې او همغږۍ وروسته ډېري پاکستاني چارواکي له بنده خوشي شوي؛ خو د پاکستان پوځ تل دا ادعا ردوي.
عمران خان د پاکستان د پارلمان لهخوا وروسته له هغې له واکه لرې شو، چې د پوځ له جنرالانو سره یې اړیکې ترینګلې شوې او له هغه ورځې راپدېخوا یې تل ویلي، چې پوځ د ده پر ضد د سیاسي انګیزو له دوسیو ملاتړ کړی دی.
سره له دې هم عمران خان ویلي؛ که له زندان څخه خوشې شي او د واک د بیا ترلاسه کولو هڅه وکړي، د پوځ له جنرالانو سره خبرې یې هیڅ زیان نلري.
هغه وایي: مونږ هر ډول خبرو اترو ته، چې د پاکستان د روان بد وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي؛ چمتو یوو.
نوموړي زياته کړې، چې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف له ائتلافي حکومت سره خبرې اترې به ګټورې نهوي؛ ځکه، چې دا حکومت د خلکو ملاتړ نلري او له درغليو څخه په ډکو ټاکنو کې بريالىتوب ته رسېدلی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې تېر کال عمران خان او پلویانو یې د هغه د نیولو او لاریونونو پر مهال پر پوځي تاسیساتو د برید تر شا لاس درلود او له ده سره هر راز خبرې هم رد شوې وې.
له واکه د عمران خان له لرې کېدو وروسته په پاکستان کې رامنځته شوې سياسي بېثباتي د دې لامل شوې، چې د دغه هېواد حکومت د پيسو نړيوال صندوق مالي شرايط ومني؛ ځکه، چې د شنونکیو پر اند، د ماليې ډېر دروند بار د خلکو پر اوږو پروت دی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر، چې په ۲۰۲۲ ز. کال کې یې امریکا له واکه د لرې کولو پر تور تورنه کړې وه؛ نن ویلي، چې له دغه هېواد سره هیڅ راز کینه نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له دې مخکې ویلي وه، چې له واک څخه د عمران په لرې کولو کې هیڅ رول نلري.
