تازه خبرونه

له ځینو سیمو امنیتي ځواکونه؛ ځکه وتلي، چې نور تهاجمي حالت خپل کړي- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په وروستیو کې د هلمند په ګډون د ځینو ولایتونو له لیرېپرتو سیمو څخه امنیتي پوستې ټولې شوي. دغه اقدام خلک او د ملي شورا ځینې غړي اندېښمن کړي دي.

عبدالله عبدالله هغه ګنګوسې رد کړل،چې د امنیتي پوستو په ټولېدو سره دولت غواړي ځینې ولسوالۍ طالبانو ته وسپاري.

نوموړي دا خبرې د ملي شورا او کابینې په ګډه ناسته کې وکړې.

اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله وایي؛ دغه ګام د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا  او دا، چې له دفاعي حالت څخه را ووځي او تحرک پیدا کړي، پورته شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ په ځینو سیمو کې د امنیتي پوستو د ټولیدو پرېکړه په دې معنا نه ده، چې موږ ځینې ولسوالۍ طالبانو ته سپارو.دا پرېکړه په ملي امنیت شورا کې شوې، چې امنیتي ځواکونه تحرک پیدا کړي او له تلفاتو یې مخنیوی وشي.

د ملي شورا او کابینې ګډې ناستې ته په خبرو کې ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو پرمهارولو ټینګار وکړ. هغه وویل، چې په دې اړه به په لنډو  ورځو کې ځانګړې پرېکړې وشي.

د هغه په وینا؛ د اوبو د مدیریت له پاره اړینه ده، چې مشخصې پرېکړې وکړو.دا پرېکړې باید په لنډ وخت کې وشي. اړتیا ده، چې ملي شورا او حکومت په دې اړه ګډ کار وکړي.

نوموړی په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د پرمختیایی بودجې د سترې برخې پرلګولو ټینګار وکړ او وایي، په ۹۴ لمریزکال کې مو د پرمختیایی بودجې پېنځه پنځوس سلنه برخه لګولې ده. اړتیا ده،چې په دې برخه کې ډېرکار وشي او بودجه په ښه توګه ولګوو.

ولسمشر وایي، د نوي لمریز کال له پیل مخکې به ټول والیان کابل ته راغواړو، چې خپلې ستونزې له کابینې او ملي شورا سره شریکې او د حل لار یې پیدا شي.

Trending

Exit mobile version