سیمه ییز خبرونه

له څه باندې ۷۰۰۰ داوطلبانو څخه د شپې كانكور آزموينه واخيستل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كابل ولايت څه باندې اووه زره داوطلبانو د شپې كانكور آزموينه تر سره كړه.

په افغانستان كې د شپې د كانكور آزموينې ډېري برخه وال هغه كسان دي، چې د ورځې له خوا په دولتي او شخصي كارونو اخته دي او يوازې د ورځې په ورستيو كې د زده كړو وخت لري.

د لوړو زده كړو وزيرعبيدالله عبيد وايي:

د شپې په كانكور آزموينو كې د گډون والو شمېرڅه باندې دوه ويشت زره كسانو ته رسيده؛ خو له  دوى څخه څه باندې نولس زره آزموينو ته په شرايطو برابر وپېژندل شول، خو له دې شمېر كسانو څخه يوازې څه باندې اته زرو ته د جذب زمينه برابره ده..

د كانكور آزموينې ځينې برخه وال د دې آزموينې د تر سره كيدو له څرنگوالي خوښ دي.

د لوړو زده كړو د چارواكو په وينا، د هېواد له اووه لس ولايتونو څخه، چې په كې د شپې كانكور آزموينې تر سره كيږي، په ديارلس ولايتونو كې آزموينې اخيستل شوي او له كابل وروسته په درې نورو ولايتونو كې به دا بهير تر لس راتلونكيو ورځو پاى ته ورسيږي.

Trending

Exit mobile version