تازه خبرونه

له چین سره د کاشغر – کابل سوداګریزه لار پرانیستل شوه

د چين په شمال لويديځ  کې د شينجيانګ په سيمه کې د کاشغر لوژستيکي مرکز ويلي، چې د واټ ټرانسپورټ ټولو اړينو خدمتونو له بشپړولو وروسته یې د لويديځې آسيا هېوادونو ته د مالونو د لېږدولو لپاره وړتیا پیدا کړې ده.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۳

د ټرانسپورټ نړیوالې ټولنې (ایرا) د کاشغر – کابل ترمنځ د نوې سوداګریزې لارې د فعالولو اعلان کړی او وایي، چې افغانستان ته د ټرانسپورټي خدمتونو د چټکتیا لپاره اوس نوې سوداګریزه لار فعاله شوې ده.

د ټرانسپورټ نړیوالې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان ته د ټرانسپورټي خدمتونو د چټکتیا په لړ کې یې نوې سوداګریزه لار فعاله کړې ده.

د چين په شمال لويديځ  کې د شينجيانګ په سيمه کې د کاشغر لوژستيکي مرکز ويلي، چې د واټ ټرانسپورټ ټولو اړينو خدمتونو له بشپړولو وروسته یې د لويديځې آسيا هېوادونو ته د مالونو د لېږدولو لپاره وړتیا پیدا کړې ده.

د ټرانسپورټ نړیوالې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: د ټولو پړاوونو له بشپړولو وروسته لومړۍ لارۍ د چین له کاشغر څخه وخوځېده او د چین او پاکستان له پولو څخه له تېریدو وروسته کابل ته ورسېده، زمونږه آزموینې ښیي، چې د ځمکني ټرانسپورټ سیسټم د ګمرک طرزالعملونه د پام وړ ساده او ګړندي کوي.

د اقتصاد وزارت مسوولینو ويلي؛ له ټولو ګاونډ هېوادونو سره يي د ځمکې له لارې د اقتصادي اړیکو پراختیا په کاري  لومړیتوبونو کې ده او د چین په شمول له ټو لو ګاونډ هېوادونو سره ګډې ګټې لري او هڅه کوي د ځمکې له لارې  له ګاونډ هېوادو نو سره ونښلول شي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري ویلي: اسلامي امارت له ټولو ګاونډ هېوادونو سره د ځمکې له لارې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پوره تدابیر نیولي او هڅه کوو، چې د چین په ګډون له ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې غواړو.

د اقتصادي چارو کار پوهان که څه هم له چین سره د ځمکي له لارې د افغانستان ټرانزیټ د هېواد اقتصاد لپاره مهم بو لي؛ خو زیاتوي، چې د چین هېواد سره باید افغانستان د واخان د اقتصادي دهلیز یا کوریډور له لارې و ونښلي، چې د ټرانزیټ ستونزه یې اواره شي.

چین  د افغانستان یو له اړینو اقتصادي شریکانو څخه دی.

چیني پانګوالو په افغانستان کې په لسګونو  لویو، منځنیو او کوچنیو پروژو کې پانګونې کړي دي او له افغانستان سره يي د کلنۍ سوداګرۍ حجم یو اعشاریه درې میلیارډ ډالرو ته رسیږي.

Trending

Exit mobile version