تازه خبرونه
له چین څخه افغانستان ته ۱۰۰۰ ټنه بشري مرستې راروانې دي
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي؛ یو رېلګاډی، چې له ۱۰۰۰ ټنو څخه زیاتې بشري مرستې لري د چین له سینکیانګه د افغانستان پر لوري راروان شوی دی.
وانګ یو د یکشنبې پر سهار ټویټ کړی، چې په دې ټولګه کې د خوراکي ټوکو په ګډون جامې او بوټان هم شته دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له جولاى مياشتې راپدیخوا چين په رېلګاډو کې افغانستان ته څه باندې ٢٦٠٠ ټنه بشري مرستې رارسولې دي.
افغانستان، چې له کلونو جګړو وروسته له اقتصادي بندیزونو، وچکالۍ، کرونا ویروس، او بېوزلۍ سره مخ شوی؛ د مرستندویه سازمانونو او ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، د بشري ناورین په درشل کې دی.
د فقر کچه د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو له کنګل کیدو سره سمه په چټکۍ لوړه شوې ده.