تازه خبرونه
له ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې لاریون وشو
یو شمېر مدني بنسټونه له ښځو سره د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښمن شوي او د سترې محکمې مخې ته یې په لاریون لاس پورې کړی دی.
دوی وایي، د ښځو په اړه د تاوتریخوالي پېښو ته نه پاملرنې؛ پر هغو د تاوتریخوالی پېښې ډېرې کړې دي.
د افغانستان د ښځو سیاسي گډون د جرگه گۍ مشره عالمه وایي:
ژر تر ژره دې پر ښځو د تاوتریخوالي عاملین ونیول شي او د قانون منگولو ته دې وسپارل شي.
نوموړې زیاتوي:
سږ کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي؛ مونږ دغو پېښو ته د حکومت پاملرنه راگرزوو، چې د ژوندکولو حق مو خوندي شي.
د مدني ټولنې غړې سجیه یارمل وایي:
مونږ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل غواړو او عاملین یې باید خپله سزا وویني.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د شمېرنې له مخې تر دې دمه د تاوتریخوالي ۴۲۵۰ پېښې لکه جنسي تېري، وهل ټکول، په زور زیاتي او د لږ عمره ماشومانو ودونه ثبت شوي او افغان میرمنې ور سره مخ دي.
خبریال: عبدالعزیز کریمی.