تازه خبرونه

له کابله د امریکایي سرتېرو لیږدوونکې الوتکه په رومانیا کې پر ځغاستلیکه لګېدلې

Published

on

یوه مسافر وړونکې بوینګ الوتکه، چې ویل کیږي؛ له کابل څخه واشنګتن ته امریکایي سرتېري لیږدوي، پرون په رومانیا کې د تېلو لپاره د کښته کیدو پر مهال یې کیڼ ګېر له کاره ولوید او پر ځغاستلیکه ولګیده.

دغې مسافر وړونکې ۷۶۷ ډوله بوینګ الوتکې د جمعې پر ورځ له افغانستان څخه الوتنه وکړه او د تېلو لپاره د رومانیا په مرکزي بخارست کې تم شوه.

د راپورونو له مخې؛ د پیښې پر مهال په الوتکه کې ۸۰ امریکایي سرتېري سپاره ول، چې بېرته خپل هېواد ته لیږدول کیږي.

د ایرو انساید د څرګندونو له مخې؛ الوتکه په داسې حال کې ځان ځغاستلیکې ته برابر کړ، چې بریکونه یې ټول له کاره غورځیدلي وه؛ او مسافر له بېړنیو لارو راکښته او پېښه د مرګ و ژوبلې لامل نه شوه.

Trending

Exit mobile version