تازه خبرونه

له کابل هوایي ډګره د امریکايي ځواکونو وتل پیل شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۴۰۰)

د امریکا دفاع وزارت پرون (شنبه د وږي ۶) ویلي، چې د کابل له هوایي ډګره یې د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړې دی.

سرچینې زیاته کړې، چې د امریکایي وګړیو او افغان همارانو د ایستلو بهیر هم وروستي پړاو ته دننه شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانستان ته په زرګونه نوي سرتېري لیږلي، چې د امریکایی سرتېرو وتل خوندي تر سره کړي.

ټاکل شوې د افغانانو او بهرنیو سرتېرو ایستل د راروانې سې شنبې پر ورځ بشپړ شي.

یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته منلې، چې له ۴۰۰۰ څخه لږ امریکایي سرتېري د کابل په هوایی ډګر کې پاتې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شوي؛ خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

امریکایي چارواکو ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو سره همهاله د کابل هوایي ډګر ته نږدې د داعش ګواښونه ډېر شوي او کېدی شي توغندیز برید یا موټر بم چاودنه هم وشي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه دوه بمي چاودنو د امریکايي سرتېرو په ګډون لسګونه افغانان  د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون ووژل.

امریکا پر کابل هوایي ډګر د غچ اخیستو لپاره د ننګرهار په خوږیاڼو کې یو کور وویشت، چې وایي د داعش درې جنګیالي یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د اګست له ۱۴ راپدیخوا له افغانستان څخه ۱۱۳۵۰۰ کسان ایستلي دي.

Trending

Exit mobile version