تازه خبرونه

له کرونا ۲۰ افغانان مړه او ۶۶۴ نوې پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په هېواد کې له کرونا ویروسه ۲۰ کسان مړه او ۶۶۴ تازه پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې له کرونا ویروسه رامنځته شوی بحران او ګواښونه ورځ تر بلې مخ پر ودې روان دی او په ښکاره وضعیت د حکومت له مدیریته وتلی دی.

د کابل ښار په ډېرو واټونو کې د عادي وخت په شان ګڼه ګوڼه ده او ډېر لږ خلک روغتیایي سپارښتنو ته پام کوي.

د کابل والي د کرونا پر وړاندې د خلکو بی پروایي د خواشینې وړ ګڼي او وایي جبري ځواک په داسې شرایطو کې کار نه ورکوي.

کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي: ۹۰ سلنه هېوادوال روغتیاي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي او د حکومت جبري ځواک هم په دې اړه بېوسي ښیي.     

له کرونا سره د مبارزې د پوهاوي کمیټې غړې بینظیربکتاش څرګندوي، چې د یو شمېر رضاکارانو پر ملتیا یې په ښار کې د کرونا د ګواښونو په اړه د پوهاوي پروګرام پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د یوې شپې او ورځې د موندنو له مخې؛ په هېواد کې د کرونا ۱۲۱۱ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۶۶۴ ترې مثبت ثابتې شوي او کابل اوس هم د ټولو ولایتونو په سر کې دی او له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۷۶۶ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند حقمل سمسور زیاته کړې؛ هر څوک، چې د کرونا نښې ولري، تسټ ته اړتیا نلري.  

  دغه راز د هرات ولایتي شورا غړي او مدني فعالان د عامې روغتیا وزارت مدیریت کمزوری ګڼي او وایي د برنامې نشتوالي او د محلي ادارې ناغیړیو د هرات شرایط بحراني او ګواښوونکي کړل.

د هرات اوسیدونکیو ویلي، د هرات ولایت په روغتونونو کې د کرونا ویروس د تسټ دریدو او د اکسیجن نشتوالي خلک اندېښمن کړي او د مړینې کچه ورسره لوړه شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست په ډاګه کړي؛ په کابل کې تسټ کیتونه شته، خو د الوتکو د پروازونو د دریدو له کبله تراوسه دغه ولایت ته ندي رالیږل شوي.

د یادونې ده، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې یوازې هغه کسان تر درملنې لاندې نیول کیږي، چې د کرونا اصلي نښې ولري.

Trending

Exit mobile version