سوداگري
له کریدیټ کارتونو یو نیم میلیارډ افغانۍ راټولې شوي
د مخابراتو وزارت ویلي، چې څه باندې یو اعشاریه پېنځه میلیارډ افغانۍ یې له کریدټ کارتونو څخه مالیه راټوله کړې ده.
په داسې حال کې، چې په تېر حکومت کې د ګرځند کریډټ کارتونو له درکه د مالیاتو ټولولو بهیر له نیوکو سره مخ و؛ خو د مخابراتو وزارت څرګندوي، چې تېرو څلور میاشتو کې یې له دې اړخه یو اعشاریه پېنځه میلیارډ افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی.
د دې وزارت د ویاند په وینا، دا عواید تېرو څلور میاشتو کې د سیم کارتونو د لس سلنه مالیاتو له اړخه تر لاسه شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي: په تېرو څلور میاشتو کې د کریډیټ کارتونو له درکه مو یو میلیارډ و پېنځه سوه پنځوس میلیون افغانۍ عاید لرلی، چې له اټرا ادرې سره یې په ګډه راټول او مالیې وزارت ته سپارلی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ویاند عنایت الله الکوزي د څرګندونو له مخې؛ کومو سایټونو، چې مخکې په ولایتونو کې په وقفه یي توګه ګار کاوه، اوس ۲۴ ګړۍ فعالیت لري او له ۲۳۹ سایټونو، چې مخکې په ولایتونو کې غیر فعال ول، اته ویشت یې بېرته فعال شوي او کار یې پیل کړی دی.
د کابل اوسیدونکی عبدالحق له اسلامي امارت غواړي، چې د کریډټ کارتونو مالیات د یوه روڼ بهیر له مخې په هغه ځای کې ولګوي، چې ملي ګټې یې ایجابوي.
دغه راز محمد آغا نومي ویلي: د عوایدو دا روڼ بهیر باید روان وساتل شي او ښه به وي، چې په اړینو برخو کې ولګول شي.
له کریډت کارتونو څخه د مالیاتو اخیستو بهیر په ۱۳۹۴ لمریز هجري کال کې د تېر حکومت مشر اشرف غني پیل کړ؛ خو په دې برخه کې د فساد پر شتون هېوادوالو تل اندېښنې ښودلې دي.
