تازه خبرونه

له کم نفوسه سیمو دې افغان پوځیان شاتګ وکړي- د ترامپ نوې پالیسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دونالد ترمپ ادارې له افغان ځواکونو، چې د متحده ایالاتو له بشپړ ملاتړه برخمن دي؛ وغوښتل، چې د افغانستان له لیرې پرتو سیمو دې شاتګ وکړي.

نیویارک تایمز ورځپاڼه د هغو درې امریکایي چارواکو له څرګندونو، چې نومونه یې په ډاګه شوې ندي؛ لیکلي، چې دغه سپارښتنه د ولسمشر ترامپ د نوې پالیسۍ یوه برخه ده.  

په ورځپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه له یوې خوا په زیانمنو سیمو کې د افغان خواکونو له تلفاتو مخنیوی کوي او له بلې خوا به دا ځواکونه د لویو ښارونو ساتنې ته وهڅوي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې دا پالیسي د بوش او اوباما د ادارو پالیسۍ ته ورته ده؛ خو پلي کیدل یې له هغو پاتې شوي دي.

د دغې پالیسۍ له مخې؛ طالبان به هغه سیمې ساتي، چې تر خپلې ولکې لاندې یې راوستي دي او د افغانستان حکومت به د کندهار، کندوز، کابل او جلال آباد په ګډون د لویو ښارونو د مرکزونو امنیت خوندي کوي.   

لویو ښارونو ته د افغان ځواکونو شاتګ دا معنا لري، چې د اووه لس کلونو پر تېریدو او پوځي شتون بیا هم امریکا او ناتو د کلیو د څارنې، ساتنې او ژغورنې  وړتیا نلري.

سره له دې، چې امریکا او ناتو ځواکونو افغانستان ته کلونه کلونه تګ راتګ کړی؛ خو د دغو کلونو په بهیر کې نه یوازې د ټول افغانستان د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلي، بلکې ورو- ورو یې پر یو شمېر سیمو واک و ځواک هم له لاسه ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر تېر کال د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره نوې ستراتیژي په ډاګه کړه او دا ټینګار یې هم ورسره څرګند کړ، چې طالبان او داعشیان باید وپوهیږي، چې د پټیدو لپاره یو ځای هم نلري او نه به د امریکایي ځواکونو له پلټنې پرته کوم ځای پاتې شي.

دغه راز نیویارک تایمز په ډاګه کړې؛ دا به د افغانستان د حکومت پرېکړه وي، چې ځواکونه یې له لیرې پرتو سیمو شاتګ کوي او کنه!؟

نیویارک تایمز د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د یوه چارواکي له څرګندونو هم لیکلي، چې د افغان ځواکونو یوه قومندان د دغې پالیسې پر وړاندې دریدلی او له لیرې پرتو سیمو یې شاتګ ندی کړی؛ ځکه د دوی په باور که شاتګ وکړي، نو خلک به دا فکر کوي، چې خیانت ورسره کیږي.

په امریکا کې افغان سفیر حمدالله محب نیویارک تایمز ته ویلي، چې د دغې پالیسۍ پربنسټ دا سمه نده، چې افغان ځواکونه له لیرې پرتو سیمو شاتګ وکړي او هغه طالبانو ته خوشې کړي.

هغه دا ټینګار هم څرګند کړی، چې: د افغانستان حکومت ته د لویو ښارونو امنیت لومړیتوب لري.

د افغانستان ملي دفاع وزارت هم مني، چې: افغان سرتېري به له لیرې پرتو سیمو او هغو ځایونو را ووځي، چې نفوس په کې لږ دی؛ خو وايي، چې سیمه ییز سرتېري او پولیس به د دغو سیمو امنیت ساتي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، دغه ستراتیژي زمونږ سیاسي جغرافیه کوچنۍ کوي او د دښمن سیمه پراخوي.

هغه زیاتوي؛ مونږ ورته یوه تجربه په هلمند کې لرو. هغه مهال، چې له لیرې پرتو سیمو پوستې ټولې شوې؛ طالبانو ډېرې ولسوالۍ ونیولۍ، چې تر دې دمه یې پرې ولکه ټینګه کړې ده.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وايي، چې لویو ښارونو ته د افغان ځواکونو راستنول له شک پرته مو سیاسي حاکمیت کمزوری او د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت هم له لیرې پرتو او هغو سیمو، چې نفوس په کې لږ دي، خپل سرتېري راباسي.

د دغه وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، چې مونږ له نااړینو سیمو څخه اړینو سیمو ته د خپل ځواک پر رالیږدونه کارکوو او غواړو، چې په لیرې پرتو سیمو کې سیمه ییز ځواک او پولیس د امنیت ټینګولو چارې په لاس کې واخلي.

له دې مخکې د افغانستان د بیا رغونې د څار ادارې سیګار ویلي و، چې د افغانستان له څلور سوه اووه ولسوالیو څخه افغان حکومت یوازې پر دوه سوه نهه ویشت ولسوالیو حاکمیت لري. په دغه رپوټ کې نهه پنځوس ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په واک کې ګڼل شوې وې او یو سل و نولس ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د جګړې ډګرونه بلل شوي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ لسګونه سرتېري او عام وګړي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له مرګ و ژوبلې سره مخ دي؛ خو حکومت د امنیتي ځواکونو او عامو وګړیو د تلفاتو د مخنیوي لپاره تر دې دمه د ډاډ وړ عملي تګلاره نده وړندې کړی.  

Trending

Exit mobile version