سوداگري
له کندهار څخه هند ته لسګونه زره ټنه وچه مېوه صادره شوې
د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکو ويلي، د دواړو هېوادونو لهخوا د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
په تېرو څلور میاشتو کې له کندهار ولایت څخه هند ته ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکو ويلي، د دواړو هېوادونو لهخوا د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکو ويلي، په تېرو څلور مياشتو کې شاوخوا دولس زره ټنه وچه مېوه هند ته صادره شوې او هڅه کوي، چې اروپايي هېوادونو ته هم اړوند صادرت پیل کړي.
له بلېخوا سوداګر هم هند ته د صادراتو زیاتوالی یوه ښه هڅه ګڼي؛ خو له دواړو لوریو غواړي، چې د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ بادام، ممیز، انځر، کشته او شکرپاره هند ته صادرشوي دي.
ویل کیږي، چې د پاکستان لهلوري پر تازه میوې د لوړو ټیکسونو د کمولو په اړه چارواکو د هغه هېواد له مسوولینو سره کار کوي او هیله لري، چې اسانتیاوي به رامنځته شي.