سیمه ییز خبرونه

له کورنیو تولیداتو نندارتون ۴۰ زرو کسانو لیدنه کړي: آیسا

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له پانګونې د ملاتړ ادارې د كورنيو توليداتو نندارتون چې تېره اوونۍ په هرات كې په لار اچول شوى وو، كورنيو صنعت كارانو ته له لاسته راوړنو ډك بولي.

د دې بنسټ مسولين وايې، دې نندارتون څخه ۴۰ زرو كسانو ليدنه كړې او په افغانستان كې ميشتو بهرنيو ځواكونو او نورو مصرف كونكو كورنيو صنعت كارانو ته ژمنې وركړي چې توليد شوي توكي به يې پيري.

خو چارواكو لا هم  په افغانستان كې د پانګونې پر وړاندې د ستونزو د دوام خبر وركړ.

د آيسا رييس وفي الله افتخار وایي د ځمكو او صنعتي پاركونو نه شتون په افغانستان كې د پانګې اچونې وده پڅه كړې ده.

له پانګونې د ملاتړ اداره د دې ټكي په څرګندولو سره وايې، د كرنې وزارت بايد  هغه ځمكه چې توليدي پاركونو ته په پام كې نيول شوې، دوي ته وسپاري.

بل لور د افغانستان د صنعت كارانو ټولنې پر حكومت د سختې نيوكې تر څنګ وايې، د سوداګرۍ، ماليې، او اقتصاد وزارتونو  تر اوسه له كورنيو توليداتو څخه د ملاتړ په برخه كې خپلې كړې ژمنې نه دي عملي كړي.

وړاندې له دې حكومت په ځانګړې توګه د سوداګرۍ وزارت په  ځلونو د ځينو صنعت كارانو د ستونزو د يوې برخې د حل خبر وركړى وو.

تېره اوونۍ د سوداګرۍ وزير ويلي و، صنعت كارانو ته د يو كيلو واټ بريښنا بيه له نهو افغانيو څخه ۶ افغانيو ته را ټيټه شوې ده.

Trending

Exit mobile version