پرمختګ او بشپړتیا

له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ نوی پروګرامونه عملي کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ماليې وزارت وایي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په خاطر بېلا بېل پروګرامو نه تر لاس لاندي دي.

د ماليي وزیر اکلیل حکیمي وایي؛ هغه کورني تو لیدات، چي په افغانستان کي تو لیدیږي د ورته اجناسو په وارداتو به تعرفه لوړه کړي.

هغه زیاتوي؛ په ټولو پرژو کې له کورنیو تولیداتو استفاده بل مورد دی، چې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا له پاره په پام کې نیول شوی دی.

د مالیې وزیر ټینګار وکړ، چې د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژو د دوام له پاره به هم هڅې وشي او د ټول هېواد په کچه  به ورته پراختیا ورکړي.

هڅه کوو، چي په ګمرکونو کي تعرفی لوړې کړو د اوږد مهال له پاره له خپلو تو لیداتو ملاتړ وکړو، چې له وارداتو خلاص شو او د  کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د کلیوالي صنایعو د پراختیا زمینه هم برا بره شي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، که مالي امکانات ور ته برابر شي، د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروګرام به د ټول هېواد په کچه پراخ شي.

د هغه په وینا؛ مونږ کافی تجربه لرو او که د مالیې وزارت مو له مالي پلوه ملاتړ وکړي؛ نو د ټول هېواد په کچه به دغه پرواګرام پراخ کړو.

د کلیوالي صنایعو د پراختیا نندارتون د درې ورځو له پاره په بابر بڼ کې پرانیستل شوی و، د نندارتون برخه وال له حکومت غواړي، چې ورته نندارتونونه نورو ځایونو کې هم جوړ کړي.

مونږه له دولت غواړو، چي نندارتونونه زیات کړي تر څو کلیوالي صنایع پراختیا پیدا کړي.

په دغه نندارتون کې زمونږه  ډېر تو کي وپلورل شول. مونږه له دولت څخه د نورو نندارتونونو غوښتونکي یو.

دې نندارتون کې د شپږو ولایتونو د شاوخوا یوسلو لس صنعتکارانو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وه.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version