تازه خبرونه
له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ هوکړه لیک لاسلیک شو
د را تلونکې کال له پيله به ټولې دولتی ادارې په جبرې بڼه له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کوي.
له همدې کبله د تدارکاتو ملي ادارې او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې تر منځ د کورنیو تولیداتو د پېرېدلو او په دولتی ادارو کې یې د کارونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
د تدارکاتو مالې ادارې مشر څرګنده کړې؛ د راتلونکي ۱۴۰۰لمریز هجري کال له پيل سره سم به ټولې دولتی ادارې په جبرې توګه له کورنیو تولیداتو کاراخیستل پیلوي.
د تدرکاتو ملی ادارې زیاته کړې؛ له دې وروسته به صنعتکارانو او تولیدوونکیو ته په قرار دادونو کې د برخې اخستنې زمینه هم برابره شي.
دوی د هېواد له تولیدوونکیوغوښتي، چې باید خپل تولیدات معیاری کړي.
د تدرکاتو ملي ادارې مسوولین وایي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره هغه پېنځه ویشت سلنه ارجعیت به هم پلی شي، چې د کورنیو توليداتو لپاره په نظر کې نیول شوی.
د تدرکاتو ملي ادارې مشر عمر الهام هوتکي ویلي؛ مونږ غواړو، چې له تولو هغو لارو کار واخلو، چې د کورني تولید د قوت لا مل کیږي. د لمریز هجري۱۴۰۰ کال له پیله ټولې دولتي ادارې مکلفيت لري، چې له کورنیو تولیدا تو ګټه واخلي.
د أفغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم څرګندوي، چې هېواد یې په ۴۸ سکتورو نوکې د ځان بسیاینې ته رسید لی دی.
دوی ویلي؛ که حکومت له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي، خصوصي سګتور به هم پانګونه زیاته کړي او هم به د بیکارۍ کچه راټيټه شي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده وایي: که له کورنیو تولیداتو په دولتی قرار دادونو کې ګټه واخیستل شي؛ نو مونږ کولی شو د سوداګرۍ بلانس مساوی کړو. مونږ به پر تولید سربېره نوره پانګونه هم تر سره کړو؛ خو که حکومت خپل ملاتړ ډېرکړي.
د اقتصادی چارو کار پوهان هم پدې باور دي، چې حکومت په کورنیو قرار دادونو کې له کورنیو تولیداتو پېرودل وکړي او د هېواد مارکیټونو ته د راروانو قاچاقي توکو مخنیوی وشي؛ نو هېواد به له اقتصادي بحرانه چټک راووځي.