تازه خبرونه
له کورنیو سرچینو څخه د برښنا د تولید لپاره پېنځه کلن پلان لرو – اسلامي امارت
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند څرګنده کړې؛ په هېواد کې د برښنایي ستونزو د حل لپاره د برښنا تولید پروژې مو کاري لومړیتوبونه دي.
د دغه وزارت وياند قاري مطيع الله ويلي؛ د سروبي دوهیم برښنا بند او “باغ دره” نومی بند جوړول هم د دغه وزارت په پېنځه کلن پلان کې د پاملرنې وړ دي.
د دغه وزارت وياند قاري مطيع الله وايي، د سروبي د دوهيم بند د سروې او نقشې چارې بشپړې شوې دي.
قاري مطیع الله څرګندوي؛ د سروبي د دوهیم بند ټول لګښت ۳۰۰ میلیون دالره اټکل شوی دی. د برښنا د تولید وړتیا ۱۸۰ میګاواته ده. مونږ له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید لپاره پېنځه کلن پلان لرو، چې په کې د باغ دره د اوبو بند، د سروبي دوهیم بند او د نغلو لمریزې برښنا پروژې لومړیتوب لري.
د خصوصي سکتور غړي هم وايي، چې د انرژۍ له تولید پرته په هېواد کې اقتصادي وده ناشونې ده او د اوبو او برښنا وزارت باید په هېواد کې د برښنا د تولید د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خانجان الکوزی وايي: انرژي او برښنا د صنعت، تولید، سوداګرۍ، کرنې مهمه ستنه ده او اوس هم زمونږ په عادي ژوند کې له انرژۍ پرته د هېواد آبادي رامنځته کېدی نهشي.
د دې ترڅنګ د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې په هېواد کې د برښنا د تولیدي بندونو له جوړېدو سره به افغانستان د انرژۍ په تولید کې پر ځان بسیا او له ګاونډ هېوادونو څخه د برښنا د پېرلو له اړتیا خلاص شي.