تازه خبرونه

له کورنۍ خپلواکۍ پرته به افغانستان له خطر سره مخ شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې د افغانستان د رادیو- تلویزیونونو د لومړنۍ ټولنې په پرانیست غونډه کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته د هېواد د خپلواکي ساتنې لپاره داسې سپارښتنه کوي؛ له کورنۍ خپلواکۍ پرته به افغانستان له خطر سره مخ شي.

د حامد کرزي په وینا؛ که بهرني ځواکونه د افغانستان خپلواکۍ او واکمنۍ ته درناوی ونه کړي، او یا افغانان د نورو هېوادونو تر ښکېلاک لاندې راوستل وغواړي، د دې ځواکونو حضور به د افغانانو په گټه نه وي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د بیان آزادۍ د ودې په اړه مې د کارپوهانو ترخې خبرې او تحلیلونه زغملي دي او رسنۍ باید د ده په وینا، ملي ارزښتونه، پخوانی تاریخ او د افغانستان ادبیات ژوندي وساتي.

حامد کرزی غواړي، چې رسنۍ نورې نړۍ ته د افغانستان فرهنگ معرفي کړي.

د هغه په باور د افغانستان رسنۍ اوس هم د پروگرامونو د جوړولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

حامد کرزی له افغان رسنیو غواړي، چې د نوې ټولنې غړیتوب تر لاسه او یو موټی شي.

د افغانستان د راډیو-تلویزیونونو د ټولنې رییس عزیزالله آرال دا بنسټ د حکومت او رسنیو تر منځ ارتباطي پل گڼي او د رسنیو د ستونزو د حل لپاره د هڅو یادونه کوي.

همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا څلور سوه چاپي خپرونې او له دوه سوه زیاتې رادیوگانې او تلویزیونونه فعال دي.

د یادونې وړ ده، چې د بیان د آزادۍ په برخه کې افغانستان په لومړي ځل له څوارلس کلونو لوړو ژورو وروسته د رادیو-تلویزیونونو د لومړنۍ ټولنې خاوند شو.

خبریال: فواد ناصری

Trending

Exit mobile version