Connect with us

تازه خبرونه

له کوم هېواد یا بهرني شرکت سره د ډبرو سکرو د صادراتو تړون نلرو   

خپور شوی

د

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ویلي؛ د هېواد د کانونو قراردادونه يې له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ خو له کوم هېواد یا بهرني شرکت سره د منرالونو د استخراج او صادراتو تړون ندی شوی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې تېره ورځ د پاکستان حکومت له افغانستان څخه پر پاکستانيو کالدارو د ډبرو سکرو د وارداتو د پراخولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر د پاکستان د ریل وزارت ته لارښوونه کړې، چې د برښنا فابریکو ته له افغانستان څخه د وارداتي سکرو د چټک رسولو ټول اړین اقدامات تر سره کړي.

نوموړي ویلي، چې که له  افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردتو بهیر چټک شي؛ پاکستان به په کال کې دوه میلیارده ډالرو سپما وکړي.

د کانونو او پترولیم  وزارت ویاند وايي؛ هڅه کوي، چې نړیوالو مارکیټونو ته منرالي او کاني صادرات ولري؛ خو تر اوسه یې د پاکستان په ګډون له نورو هېوادونو او بهرنیو شرکتونو سره د ډبرو سکرو د صادراتو تړون لاسلیک کړی ندی.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي: مونږ تر اوسه له هیڅ هېواد او یا بهرني شرکت سره کوم تړون نلرو. د ډبرو سکرو په برخه کې زمونږ ټول قراردادونه له افغان شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ صادرات یې محدود ندي او مونږ ته افغانۍ راکوي.

دغه راز یاد وزارت نن په یوه خبري ناسته کې په ډاګه کړې؛ د هېواد په ۸۰ سیمو کې د ډبرو سکرو کانونه تثبیت شوي، چې له ۱۷ يي استخراج  روان دی او پاتي نور خوندي دي.

د کانونو وزارت د اټکل له مخې؛ په افغانستان کې ۲ میلیارده ۳۵۰ میلیون ټنه د ډبرو سکاره شته.

د مالیې وزارت چارواکو ويلي؛ د افغانستان د ګمرکونو د قانون او د نرخونو د کړنلارې له مخې د هېواد په ګمرکونو کې د ډبرو سکرو د یوه ټن صادراتي بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې، چې اوس د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د پلي کېدو وړ ده.

د افغانستان د ماليي وزارت هم وايي، چې سر له ننه د هېواد د ډبرو سکرو پر یوه ټن صادراتو مو تعروفه له ۲۷ ډالرو څخه ۶۰ ډالرو ته لوړه  کړې ده.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي: سر له نن څخه مو ۳۳ سلنه مالیه لوړه کړې او دا به پلي کیږي. د ورځې له ۱۳ زره تنو څخه تر ۱۵ زره ټنو د ډبرو سکارو صادرات لرو. تعروفه مو؛ ځکه لوړه کړې، چې د سړکونو د تخریب مخنیوی وشي او په بندرونو کې مو هم  د وزن د څارنې بهیر قوي کړی دی.

ویل کیږي، چې اوس په نړیوال مارکیټ کې د ډبرو سکرو بیه مخ پر لوړېدو ده او پاکستان غواړي پدې توګه ځانته د دبرو سکرو یوه زیرمه جوړه کړي.

تازه خبرونه

یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.

هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونه‌شي او هڅې چټکې نه‌کړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»

ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.

د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.

ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کم‌عمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.

دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.

د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.

ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

Published

on

 

کابل ښاروالۍ ويلي؛ د پلازمېنې د پراختیا د پروګرام په چوکاټ کې ټاکل شوې، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ له کابل ښار سره یوځای او د دې ښار ناحیې شي.

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

بارکزی وایي:« کابل ښار یوازې په عمودي ډول نه پراخېږي، بلکې افقي پراختیا یې هم ډېره ښه شوې او د ګوګل نخشې له لارې لیدل کېدی شي. کابل ۲۲ ناحیې لري او په پام کې ده، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ هم ورسره یوځای شي.»

کابل ښاروالۍ تر اوسه د دې طرحې د پلي کېدا د وخت په اړه څه نه‌دی ویلي.

بګرامي د کابل ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۵ کیلومټره لرې موقعیت لري.

چارآسیاب هم د ښار په سویل کې پرته ولسوالي ده، چې له مرکز څخه د سويلي ولایتونو پر لور یوه اصلي لار هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.

هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.

دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!