تازه خبرونه
له کوید – ۱۹ ویروس سره د مبارزې لپاره نړیواله ملګرتیا په کار ده- اشرف غني
د ملګرو ملتونو د ۷۵ غونډې په څنډه کې ولسمشر اشرف غني له کورونا ویروس او فقر سره د مبارزې لارې چارې تر سرلیک لاندې په اکسفورد پوهنتون کې انلاین څرګنده کړې؛ کوید-۱۹ ویروس افغانستان، سیمه او نړۍ له اقتصادي پلوه سخته ځپلې ده.
ولسمشرغني ويلي، چې له دغه رنځ سره مبارزې ته نړیواله ملګرتیا په کار ده.
افغان ولسمشر اشرف غني دغې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې کورونا ویروس د افغانستان اقتصاد ځپلی؛ خو له دغه ویروس سره د افغان حکومت مبارزه د پام وړ ده.
هغه د کورونا ویروس د څپې پر مهال له فقر سره د مبارزې لپاره د ملي دسترخوان پروګرام تر ټولو اغېزناک وباله.
اشرف غني ویلي، د ملي دسترخوان پروګرام له ۴،۵ میلیون کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ده، چې د افغانستان د نفوسو ۹۰ سلنه جوړوي او یوه دوامداره برنامه ده.
ولسمشر اشرف غني وایي: د کورونا ویروس مونږ اړ کړي یو، چې خطرناکو شرایطو ته ځان چمتو کړو؛ جدي او بېړني ګامونه پورته کړو.
ولسمشر غني ویلي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د ګرخند پر مټ ( زما پيسې) پروګرام له لارې بېوزلو کسانو ته نغدې پیسې واستول شي.
ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې له بې وزلۍ سره د مبارزې په خاطر د هېوادونو تر منځ پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او وې ویل، مونږ د کرونا ویروس منفي پایلو د کمولو په موخه د سیمې له هېوادونو سره کار کړی، چې صادرات او واردات په عادي ډول دوام ومومي.
د ملګرو ملتونو د دغې ناستې په څنډه کې د نړۍ ځینو نورو مشرانو هم په مجازي ډول له کورونا ویروس او فقر سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کړې دي.
غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې ټوله نړۍ باید له کرونا ویروس او فقر سره مبارزې ته لاس یو کړي.
هغه زیاته کړې، چې په نړۍ کې یو میلیارد کسان له لوږې سره مخ دي، چې د بشري حقونو د خوندیتوب پر هڅو یې سیوری غوړولی دی.
نو موړی وایي: زه ډاډه یم، چې په دې غونډه کې به له کرونا او فقر سره د مبارزې لپاره همکاري ښکاره شي. په کاره ده، چې په دغه وخت کې له مخ پر ودې هېوادونو سره مرستې وشي او له دغو ستونزو راووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملي دسترخوان پر پیل شوي پروګرام ټینګار کړی، چې له مخې به یې نوي په سلو کې بېوزله کسان په دغه پروګرام کې شامل او مرسته به تر لاسه کړي.
