Connect with us

سوداگري

له ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر نږدې ۱۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی

د رسمي څرګندونو له مخې، د دې کسر لوی لامل د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدل بلل شوي دي.

خپور شوی

د

د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال پر مهال له نهه ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر د ۳۰ سلنې له زیاتوالي سره نږدې ۱۵.۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

د رسمي څرګندونو له مخې، د دې کسر لوی لامل د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدل بلل شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک د څرګندونو له مخې؛ افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالډیف ته د پاکستان صادرات ۱۱ سلنه کم شوي او ۳.۹۵۳ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي، خو له دغو هېوادونو واردات ۱۹.۱ سلنه زیات شوي او ۱۹.۸۸۶ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي دي.

راپور ښیي، چې د ۲۰۲۵ز.کال د اوکټوبر له لسمې نېټې راپدېخوا له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدا د پاکستان پر سیمه‌ییزو صادراتو د پام وړ اغېز کړی دی. په دې موده کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۸.۹ سلنه راکم شوي او ۲۴۳.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، همدارنګه له افغانستان څخه واردات هم ۷۴.۹ سلنه کم شوي او ۶.۵ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

بل لور ته چین اوس هم د پاکستان تر ټولو ستر ګاونډ سوداګریز شریک پاتې شوی دی.

چین ته د پاکستان صادرات ۸.۴ سلنه زیات شوي او ۲.۶۸۴ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي؛ خو له چینه واردات هم نږدې ۲۰ سلنه لوړ شوي او ۱۹.۵۳۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې د پاکستان د ټولې سیمه‌ییزې وارداتي کچې ۹۸ سلنه جوړوي.

همدارنګه بنګله‌دېش او سریلانکا ته د پاکستان صادرات کم شوي. په داسې حال کې، چې هند ته صادرات که څه هم تر دوه برابرو ډېر شوي؛ خو ارزښت یې اوس هم ډېر ټیټ دی او شاوخوا ۲.۹ میلیون ډالرو ته رسېږي.

سوداگري

په کابل کې د امام ابوحنیفه په پېنځم نندارتون کې له شل ډېر بهرني استازي ګډون کوي

د دې خونې مسوولان وايي؛ په دې نندارتون کې به له شل څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي؛ د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پېنځم پړاو به د روان کال د تلې له پېنځلسمې څخه تر یوویشتمې پورې په کابل کې جوړه شي.

د دې خونې مسوولان وايي؛ په دې نندارتون کې به له شل څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال احمد شکیل حازم د دغه نندارتون جوړېدل د سوداګرو، پانګوالو او تولیدوونکو لپاره د محصولاتو او تولیداتو د معرفي کولو او له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت بولي.

دغه راز یو شمېر اقتصادي کارپوهان د نړیوالو سوداګریزو نندارتونونو جوړول د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره مهم بولي.

د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون څلورمه دوره هم تېر کال په کابل کې جوړه شوې وه او د مسوولانو د څرګندونو له مخې، په څنډه کې یې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړه‌لیکونه او سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي وه.

Continue Reading

سوداگري

افغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو، چلیابینڅک ولایت ته د افغانستان د توکو پر صادراتو، افغانستان ته د روسیې د ماشین‌ا‌لاتو او نوې ټکنالوژۍ پر واردولو او بانکي راکړو ورکړو خبرې شوې دي.

Published

on

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روسیې د چلیابینڅک ولایت د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو له وزیر نیکیتا کورنیینکو او مل پلاوي سره لیدلي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو، چلیابینڅک ولایت ته د افغانستان د توکو پر صادراتو، افغانستان ته د روسیې د ماشین‌ا‌لاتو او نوې ټکنالوژۍ پر واردولو او بانکي راکړو ورکړو خبرې شوې دي.

نورالدین عزیزي روسیې ته د افغانستان د صادراتو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي:« چمتو یو، چې په افغانستان کې د روسي توکو د وړاندې کولو لپاره یو مرکز او همدارنګه په دې ولایت کې د افغان توکو د وړاندې کولو لپاره یو بازار جوړ کړو.»

د چلیابینڅک ولایت د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو وزیر هم له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ د اسلامي امارت او خصوصي سکټور د استازو په ګډون له پلاوي هرکلی کړی او بلنه یې ورکړې، چې د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره دې ولایت ته سفر وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لوریو دا لیدنه ګټوره وبلله او د افغانستان او روسیې ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

Continue Reading

سوداگري

افغان او ازبک چارواکو د ۲۶۷ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

دغه هوکړه‌لیکونه په کابل کې د افغانستان او قشقه‌دریا د خصوصي سکټورونو د غړیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې لاسلیک شول.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزه ناسته کې د قشقه‌دریا ولایت د سوداګرو او خصوصي سکټور د غړیو ترمنځ د ۲۶۷ میلیونه ډالرو پر ارزښت ۲۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه هوکړه‌لیکونه په کابل کې د افغانستان او قشقه‌دریا د خصوصي سکټورونو د غړیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې لاسلیک شول.

په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو، د قشقه‌دریا ولایت مسوولانو، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي، د دواړو هېوادونو د پلاوو له سفرونو وروسته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې او د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

هغه د سوداګریزو او ټرانزیټي چارو د آسانه کولو او د شته خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه څرګندوي،  چې افغانستان چمتو دی؛ له ازبکستان سره د دغه هېواد له لارې د خپلو صادراتي توکو د لېږد په اړه خبرې وکړي.

د قشقه‌دریا مرستیال والي شهرت مرادوف هم ویلي، چې دغه ولایت له افغانستان سره د سوداګریزو او صنعتي همکاریو پراختیا او د افغان پلاوو او سوداګرو کوربتوب ته چمتو دی.

دغه هوکړه‌لیکونه د خوراکي توکو، ټوکر، ودانیزو چارو، مالدارۍ، برښنايي وسایلو او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!