تازه خبرونه
له یو نیم میلیون د ډېرو رایو معلومات د رایو مرکزي بانک ته رسیدلي دي
ولسمشریزې ټاکنې په ۲۶ زره او ۵۶۸ محلونو کې تر سره شوې، چې د بایومتریک دستګاوو د انترنتي او فني ستونزو له حل وروسته تر اوسه د دوه ویشت زره او ۵۸۸ محلونو اطلاعات، چې یو میلیون او اووه سوه اووه دېرش زره او اته اویا رای اچوونکي کیږي؛ د بایومتریک دستګاوو له لارې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو په مرکزي دفتر کې ځای پر ځای شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وایي، د رای اچوونکیو د څه باندې دوه ویشت زره او پېنځه سوه محلونو بایومتریکي شمېرې د بایومتریکي دستګاوو د فني او انترنتي ستونزو له حل وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو په مرکزي دفتر کې ځای پر ځای شوي، چې څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره رای اچوونکي ښیي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې رحيمه ظريفي وایي؛ له درې زره څخه ډېر محلونه پاتې دي، چې تر کتنې لاندې دي او د رایو په ډاګه شوی شمېر هم د بدلون په حال کې دی.
د رای اچوونکیو شمېر، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو مرکزي دفتر ته لیږدول کیږي؛ ځانګړنې یې په دې ځای کې په څو پړاوونو کې پاکیږي او دا معلومیږي، چې په څومره محلونو کې بیا شمېرنه وشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا محمد عبدالله ویلي؛ کله، چې د بایومتریک رایو شمېر له ټولو کارول شویو پاڼو ډېرې وي؛ د لومړنیو پایلو فورم د اعتبار وړ دی او یا نه شمېرل کیږي.
په کابل کې د امریکا سفیر، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له عمومي مرکزه لیدنه وکړه ویلي؛ واشنګتن د ټاکنو خپلواک کمیسیون له هغې پرېکړې ملاتړ کوي، چې بایومتریک رایې د اعتبار وړګڼي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس څرګنده کړې؛ همدا، چې بایومتریک بهیر روان دی، خلک ډاډمن دي، چې د بایومتریک رایو پایلې د رای اچوونکیو له فزیکي پاڼو سره یو شان وي او مونږ د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د پایلو تر اعلان پورې کار روان ساتو.
د مهالوېش ل مخې؛ د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته یوازې څو ورځې پاتې دي، خو ټاکنو خپلواک کمیسیون د دې پایلو له اعلان مخکې کوم ماموریتونه په مخ کې لري؟
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی محمد حنيف دانشيار وایي، چې د کتل شویو دیجیتلي فورمو پایلې له فزیکي فورمو سره پرتله کیږي . که توپیرونه وي، چې د اصولو له مخې حل شي.
تمه ده، چې د بایومتریک رایو له شمېرلو سره د تلې شپږمې د ټاکنو یوه برخه رایې باطلې شي.