ساینس او ​​ټیکنالوژي

له ۱۰۰ میلیون ډېرو خلکو د تریدز کارول بند کړل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۷, ۱۴۰۲)

د میتا اجرائیوي رییس مارک زوکربرګ تېره ورځ د شرکت کارمندانو ته څرګنده کړه: له هغې وروسته، چې د توتیر د نوي سیال تریدز Threads له نیمایي ډېرو کاروونکيو خپلې روانې هڅې ودرولې؛ اوس د داسې لارو په لټه کې یوو، چې د کاروونکیو ښکېلتیاوې وساتل شي.

تریدز د روان کال د جولای پر ۵ پیل شو او په پېنځه ورځو کې ورسره له ۱۰۰ میلیون ډېر کاروونکي راجستر شول. په داسې حال کې، چې اوس ایلان ماسک وايي، ډېر خلک بېرته تویتر ته راستنیږي.

زوکربرګ پرون د میتا کارمندانو ته وویل: ښکاره ده، چې که تاسې له ۱۰۰ میلیون ډېر نوملیکنه وکړئ او راجستر شئ؛ نو که ټول یا ان نیمایي یې هم فعال وي دا به خورا ښه وي. مونږ اوس هلته نه یوو.

د درېیم‌ګړيو څرګندونې ښیي؛ شونې ده، چې تریدز د خپلو فعالو کاروونکیو له نیمایي ډېر له لاسه ورکړي. د اوب تحلیلي شرکت SimilarWeb راپور ورکړی، چې په Android کې د تریدز ورځني فعال کارونکي د جولای پر اوومه له ۴۹ میلیون څخه د جولای تر څوارلسمې ۳۲.۶ میلیون ته راټیټ شول.

سرچینې زیاته کړې؛ اوس هم مونږ iOS لپاره ورځني ارقام نلرو؛ خو مونږ ګومان کوو، چې د ټیټیدو او لوړېدو بېلګې سره ورته دی. ترایدز توغندي ته ورته پورته شو او اینستاګرام سره یې نږدې اړیکې د غښتلتیا له مخې وې. په هرصورت که د ترایدز پرمختیاغوښتونکي غواړي، چې خپل ورځني پروګرامونه د کاروونکیو پر ورځنی عادت واړوي؛ باید د ځانګړنو له لاسه وتلې تشه ډکه کړي او ځینې نوې ځانګړنې، چې کاروونکیو ته ځانګړې شوې وي ورزیاتې کړي.

زاکربرګ کارمندانو ته ویلي، چې د میتا اجرائیوي مدیرانو له تمې ډېر کاروونکي ساتل شوي.

هغه دا هم ویلي، د ترایدز د کاروونکیو کمیدل  یو عادي  شی دی؛ تمه ده، چې د کاروونکيو ساتل وده ومومي، ځکه د نویو اپلیکیشنونو  په ګډون د دسکتاپ او لټون پر ورزیاتولو د کاروونکیو شمېر وده وکړي.

Trending

Exit mobile version