تازه خبرونه
له ۱۵ میلیون ډېر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي
د احصائې او اطلاعاتو ریاست لخوا د یوې ترسره شوې سروې لومړنۍ پایلې ښیي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د بېوزلۍ کچه له ۴۰ سلنې لوړه شوې ده.
د دغې څېړنې موندنې په ډاګه کوي؛ سږکال د بیکارۍ کچه پر کروناویروس سربېره، د تېرو کلونو په پرتله راټیټه شوې ده.
د یادې څېړنې د لومړنیو پایلو له مخې؛ په په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د نرینه او ښځینه وو په ګډون د کار ځواک ۸۰.۶ سلنه نرینه او ۲۶.۸ سلنه ښځې وې، چې سږکال ۶۸.۴ سلنه نرینه او ۱۶.۵ سلنه ښځې دي.
که څه هم بېوزلي او بیکاري ورځ تر بلې د افغانستان خلک اغېزمنوي؛ خو د احصائیو او معلوماتو ریاست لخوا یوه سروې ښیي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال بیکاري کمه شوې ده.
د سروې له مخې؛ په افغانستان کې د سخت کار تر سره کوونکیو ماشومانو شمېر په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۱۷.۷سلنې ته رسېدلی، چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښیي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د دولتي مرستو د وېش په ملي دسترخوان پروګرام کې ویلي وه، چې د افغانستان ۹۰ خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.