سیمه ییز خبرونه
له ۱۶ په اعدام محكومو كسانو څخه اته اعدام شول
افغان ولسمشر حامد كرزي شپاړس كسانو ته د اعدام حكم لاسليك كړى دى.
د ولسمشرۍ رياست عدلي او قضايي بورد وايي:
دا شپاړس كسان، چې اته اعدام شوي؛ د محكمې له خوا په درندو جرمونو لكه پرښځو او ماشومانو د جنسي تېريو، تښتونو او وژنو گرم پېژندل شوي دي.
د دې بورد رييس ټينگاركوي، چې ولسمشر حامد كرزي د حكم د ژر پلي كيدو امركړى دى.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د ولسمشرۍ رياست له دې اقدام څخه هركلى كړى او د قانون د تطبيق غوښتنه يې كړې ده.
افغان حكومت د هغو كسانو د اعدام حكم، چې د محكمې له خوا د قتل، جنسي تېري، سړي تښتونې او پرماشومانو د جنسي تېريو په جرمونو مجرم گڼل شوي خپوركړى.
د ولسمشرۍ د عدلي او قضايي بورد رييس نصر الله ستانكزى وايي، چې:
افغان ولسمشر حامد كرزي دستور وركړى، چې لاسليك شوى حكم ژر تر ژره پلى شي.
همدا راز د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې:
د افغانستان د قوانينو له مخې د اعدام حكم په يو ځل يا ډله ييزه توگه نه ترسره كيږي، بايد پړاو په پړاو حكم پلى شي.
د بشري حقونو د ماشوم ملاتړې برخې مسوول عبدالله عابد هم د ولسمشر له خوا د اعدام د حكم له لاسليكولو څخه ملاتړ كړى دى.
په دې ورستيو كې پرماشومانو جنسي تېريو د افغانستان د خلكو غصه هم را پارولې او ژرتر ژره د اعدام د حكم د پلي كيدو غوښتنه كوي.
په افغانستان كې د اعدام حكمونه د شريعت په رڼا كې تر سره كيږي؛ خو په دغه هېواد كې د محكمو د كمزورتيا او په دغو بنسټونو كې د اداري فساد د شتون له كبله د دغو حكمونو پرپلي كيدو ډېرې نيوكې موجودې دې.