تازه خبرونه
له ۱۸ ساعته نښتې وروسته اوس هم د قیصاري د موندلو عملیات روان دي
تراوسه هم امنیتي ځواکونه د نظام الدین قیصاري د کور په شاوخوا کې لیدل کیږی؛ خو وسله واله نښته پای ته رسیدلې؛ خو خبریالان اجازه نلري، چې د قیصاری کور ته ورننوځي.
د قیصاري کور په داسې حال کې تراوسه هم محاصره دی، چې د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند د ټولنیزو چارو مسوول سید نجیب الله هاشمي ویلي؛ قیصاري جوړ او روغ او په شبرغان کې دی.
دغه راز د جنبش ګوند لوړ پوړي غړي بابرفرهمند او بشیراحمد ته ینج دا خبرې ردوي.
نوموړی، چې د جنرال دوستم له خوا د منځګړیتوب په موخه بلخ ته رسیدلی و وايي غوښتل یې د قانون په چوکاټ کې منځګړیتوب وکړي؛ خو ونه منل شو.
د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز ويلي، د قیصاري ډېره وسله او مهمات د سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نظام الدین قیصاري اووه وسلوال وژل شوي او ۳۵ نورنیول شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې بلخ نور قیصاری ته د ورته خلکو ځای ندی.
د بلخ اوسیدونکي وايي، د دولت په سیاسي لوبو کې ملکي خلک زیانمنیږي.
په داسې حال کې، چې د نظام الدین قیصاري کور د سلګونه کسانو له خوا کلابند شوی و؛ خو بیا هم پوښتنه داده، چې څنګه او د چا په واسطه ایستل شوی اوس هم روښانه نه ده .