لوبی
له ۱۹ کلونو لږ عمره کرکټ افغان لوبډلې زمبابوی ته پر ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو لږ عمره ملي لوبډلې تېره شپه زمبابوی ته پر ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه او د ویسټ انډیز د نړیوال جام بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
د افغانستان لوبډلې که څه هم ۶ لوبغاړي وسوځېدل؛ خو سیالې ډلې ته یې د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه.
زمبابوی د ۱۵۲ منډو پر جوړولو بریالۍ نشوه، چې ځان د افغان لوبډلې لخوا ټاکل شوې موخې ته ورسوي او په ۳۷ آورونو کې یې لوبډله وسوځېده.
د افغانستان لوبډلمشر سليمان ساپي ۱۱۱، ننګيالي خروټي ۵۰، محمد اسحاق ۳۹ او اعجاز احمدزي ۲۱ منډې جوړې کړې.
دغه راز په توپ اچوونه کې ننګيالی خروټی ښه وځلېد او د زمبابوی څلور لوبغاړي يې وسوځول.
همدارنګه شاهد الله او اظهارالحق دوه – دوه ویکټې ترلاسه کړې.
په دې نړيوال جام کې، چې د وېسټ انډيز پر کوربتوب روانې دي؛ ۱۶ لوبډلې په ۴ ګروپونو کې ونډه لري. افغان لوبډله په سي ګروپ کې راغلې؛ خو په نړيوال جام کې يې لومړنۍ سيالي، چې ټاکل شوې وه د جنورۍ پر ۱۶ ترسره شي د کرونایي محدودیتونو له کبله وځنډېده او همدارنګه ترې له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې پاتې شوې دي.
د یادونې ده، چې افغانستان په تېرو دوه سیالیو کې يوه له پاپوا نيو ګيني ګټلې او بله يې پاکستان ته بايللي ده.