سیمه ییز خبرونه

له ۲۰۱۴م كال وروسته به د امريكا پوځي حضور د افغانانو په غوښتنه وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سپينې ماڼۍ وياند  وايي:

نه افغان حكومت او نه هم  واشنگټن غواړي، چې امريكا په افغانستان كې دايمي پوځي اډې ولري.

په كابل كې افغان ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې په ورځ(دغويى۱۹) په لومړي ځل  له ۲۰۱۴م كال وروسته د امريكايي پوځي اډو شمېر او موقيعت څرگند كړ، چې د ده په وينا، د افغانستان د غوښتنو اوشرطونو د منلو په  صورت كې به د امريكا دا غوښتنه پر ځاى شي.

سپينې ماڼۍ دغو څرگندونو ته په غبرگون كې ويلي، له ۲۰۱۴ م كال وروسته به د امريكا پوځي حضور د افغانانو په غوښتنه وي.

د سپينې ماڼۍ وياند جي كارني وويل:

په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو مساله به د کابل او واشنگټن دوه اړخیز امنیتي تړون چې؛ اوس مهال یې پر جزییاتو خبرې روانې دي، حل کړي.

د سپينۍ ماڼۍ وياند جي كارني په ډاگه كړې، چې:

له 2014 م کال وروسته به په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور یوازنۍ موخه د افغان ځواکونو روزنه او د القاعده شبکې د پاتې شونو ځپل وي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ منلې، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به د امريكايي ځواكونو حضور د افغانانو په غوښتنه وي.

د ولسمشرۍ رياست د وياند مرستيال فايق واحدي وايي:

په افغانستان كې له دې مودې وروسته هم د امريكايي ځواكونو شتون ته اړتيا شته؛ خو د دواړو هېوادونو د غوښتنو او وړانديزونو د منلو په صورت كې به دغه كار تنظيم شي.

ښاغلي جي كارني د افغان ولسمشر حامد كرزي د پرونيو څرگندونو په اړه چې امريكا ور څخه  په افغانستان كې نهه اډې غوښتي، څه ونه ويل، خو زياته يې كړه چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به د امريكا پوځي حضور پر دوه  هدفونو تمركز ولري، چې يو يې د افغان ځواكونو روزنه او بل يې د القاعده شبكې د پاتې شونو له منځه وړل دي.

Trending

Exit mobile version