تازه خبرونه

له ۲۴ ګړیو په لږ وخت کې لږ تر لږه ۷۰ افغانانو ته مړګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د آریانا نیوز د څرګندونو له مخې؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په ټول هېواد کې له بېلابېلو چاودنو له ۷۰ ډېر هېوادوال وژل شوي او ټپیان دي.

د نښلیدونکي ماین وروستۍ چاودنه، چې نن (چارشنبه دلیندۍ ۵) په کابل کې رامنځته شوې په کې دوه سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

پرون د کابل ښار د پېنځمې حوزې په اړوند سیمه کې د پولیسو پر رینجر موتر د نښلیدونکي ماین چاودنه  وشوه، چې په کې یو پولیس ټپي شو.

پر کابل سربېره په بامیان ولایت کې هم دوه بمي چاودنې رامنځته شوي، چې ۱۷ کسان ترې وژل شوي او له ۵۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

بامیان د افغانستان یو له خوندي ولایتونو څخه دی او ډېري کورني ا بهرني سیلانیان دې ولایت ته ورځي؛ خو کله نا کله د ورته ناوړه پېښو لیدونکي وي.

په بامیان ولایت کې له پرونیو دوه بمي چاودنو، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼشمېر خلکو ته مرګ و ژوبله واړوله؛ سخت غبرګونونه راوپارول.

ولسمشر غني هم پرون په یوه اعلامیه کې دغه برید پر سختو ټکو غندلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او په بامیانو کې د قربانیانو کورنیو له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د تېرې ورځې د پېښې ۱۴ ټپيان کابل ته ولېږدوي.

 یاد کمیسیون همدارنګه زیاته کړې، چې د بامیان ښار امنیت باید په پام کې ونیول شي او د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله له نړیوال قانون سرغړونه او جنګي جرم دی.

تر دې دمه هیچا د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو وسلوالو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version