نړۍ
له ۴۰۰۰ ډېر مهاجر هسپانیې ته پرلاره ډوب شوي
رویټرز راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د ۲۰۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۴۰۰ کډوال هسپانیې ته د تګ پر مهال ډوب شويٍ دي.
راپور زیاته کړې، چې د د دې هېواد پوله ساتونکیو پرون دوشنبه د مرغومي ۱۳ څرګنده کړې، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.
رویټرز په ډاګه کړې، خطرناکې لارې، بې کاره کښتۍ او د کډوالو سره د مرستې وېرې د ځینو کښتیو وېره د کډوالو د تلفاتو د ډېرېدو لاملونه ښودل شوي دي.
د هسپانیې د رسمي څرګندونو له مخې تېر کال هم ۳۹ زره ناقانونه کډوال د سمندر او ځمکې له لارې هسپانیې ته رسېدلي دي.
راپور زیاتوي، چې د تېر کال د ډسمبر تر ۲۰ نېټې په اتلانټیک بحر کې د هسپانیا کنري ټاپوګانو ته پرلاره په ۱۲۴ کښتیو کې له ۹۰ سلنې ډېر کډوال ورک او یا مړه شوي دي.
د آفریقا ساحلي ټاپوګان له ۲۰۲۰ زېږدیز کال راپدیخوا د کډوالو لوی ځای ګرزېدلی دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان د رویټرز ته څرګنده کړې؛ په ۲۰۲۱ کال کې ۹۵۵ کسان کنري ټاپوګانو ته د رسیدو په هیله ورک شوي دي.
هسپانیه د هغو کسانو شمېر نه ثبتوي، چې دې هېواد ته د رسېدو په هیله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي. د دې هېواد کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه معلومات ندي ورکړي.