تازه خبرونه

له ۵۰ سلنې ډېرو امریکایي سرتېرو افغانستان خوشې کړی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۴۰۰)

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر له ۵۰ سلنې ډېر بشپړ شوی دی.

سینټکام په ډاګه کړې؛ د جوبایډن له پرېکړې وروسته، چې له افغانستان څخه امریکایي سرتېري وباسي؛ دفاع وزارت لږ تر لږه د بویینګ سي – ۱۷ الوتکو ۷۶۳ پر تجهیزاتو بار الوتنې له افغانستان څخه تر سره کړي او۱۴۷۹۰ قطعې نور تجهیزات به د دې هېواد د لوژستیک دفاع ادارې ته وسپارل شي.

امریکا تر دې دمه د شپږ پوځي اډو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارلی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: مونږ په راتلونکي کې د نورو امنیتي اډو او تاسیساتو لیږد ته هم سترګې پر لار یو؛ ځکه دا به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي، چې د خپلو خلکو د ثبات او دفاع لپاره هڅې کوي.

سینټکام اټکل کړی، چې مونږ د وتلو د پړاوونو له ۵۰ سلنې ډېر بشپړ کړي.

Trending

Exit mobile version