تازه خبرونه

له ۷۰ سلنې ډېر افغانان له روحي پلوه نا ارامه دي – څېړنه

Published

on

د ګالوپ څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښيي، چې په تېر کال کې له ۷۰ سلنه ډېر افغانان له روحي پلوه نا ارامه او د نورو هېوادونو د خلکو پر پرتله تر ټولو لږ مثبت عواطف او احساسات یې تجربه کړي دي.

اسلامي امارت دا راپور ردوي او وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ولس تر بل هر وخت زیات د آرامتیا احساس کړی دی.

د ګالوپ څېړنیز انسټیټیوټ ذهني ارزونې پایلې ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال او د دې کال په لومړیو کې ۷۴ سلنه افغانان له منفي عواطفو او احساساتو سره مخ شوي دي. دا څېړنه ښيي، چې افغانان د نړۍ په کچه د هغو کسانو په سر کې دي، چې له رواني پلوه ډېر کړیږي.

د ګالوپ په راپور کې راغلي: افغان ولس په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو مخکې هم له کړکېچ سره مخ ول؛ ځکه، چې ډېري افغانانو خواړه او سرپناه نلرله.  یوازې لږ شمېر افغانانو د خوندیتوب احساس کاوه او د هر کال پر تېرېدو وضعیت د خرابېدو پر لوري روان و.

افغانان پدې باور دي، چې یوازې سیاسي بدلون نه، بلکې پراخې بې وزلۍ، طبیعي آفتونو، پرلپسې وچکالۍ، بېکارۍ او د نجونو د ښوونځیو تړل کیدو خلک له مثبتو او ښو عواطفو او احساساتو بې برخې کړي دي.

د کابل ښار اوسیدونکی نجیب الله وایي: زمونږ راتلونکی ناڅرګند دی، د هېواد ځوانان بې  برخلیکه دي. د هېواد کدرونه کار نلري او اوس پر سړکونو پېر و پلور لري.

د کابل ولایت اوسیدونکی احمد سیر وایي: د اندېښنې او منفي افکارو ستر علت بېکاري او د زدکړو د زمینې نشتوالی دی.

نقیب الله نومي زدکړیال ویلي ویلي: ارواح پېژندونکي وایي؛ خلک باید امنیتي اقتصادي هوساینه ولري، چې منفي احساسات تجربه نکړي.

اسلامي امارت دغه راپور ردوي او وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ او په هېواد کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته خلکو د لومړي ځل لپاره له جګړې پرته ژوند تجربه کړ او په سوله کې د ژوند کولو پر لوري روان دي.

Trending

Exit mobile version