تازه خبرونه

لومړی له پاکستان سره او بیا له طالبانو سره سوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې هېواد یې غواړي لومړی له پاکستان سره سوله وکړي او بیا له طالبانو سره.

ولسمشر غني دغه خبرې له خپل جرمن سیال فرانک والترشتاین مایر سره په لیدنه کې وکړې.

ولسمشر غني وایي، طالبان واحده رهبري نه لري.

د نوموړي په وینا؛ طالبان د سولې لپاره لږ فرصت لري او باید ژر پرېکړه وکړي.

ولسمشر غني د کابل د سولې بهیر او د سولې عالي شورا فعالیتونو ته په نغوته(اشاره) وویل؛ حکومت سولې ته ژمن دی او له حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامې وښوده، چې خپلمنځۍ خبرې پایله ورکوي او دغه موافقتنامه به عملي کېږي.

د جرمني ولسمشر  په دې کتنه کې ویلي، چې افغان ځواکونه اوس پیاوړي او منظم شوي او هېواد یې د دې ځواکونو د پیاوړتیا لپاره همکاریو ته ژمن دی.

د جرمني ولسمشر دغه راز له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي.

نوموړی نن سهار د هېواد شمال ته رارسیدلی او لومړی یې له خپلو سرتېرو سره ولیدل.  

د مې میاشتې په وروستیو کې د جرمني سفارت ته نږدې له موتر بم چاودنې وروسته دا لومړنی جګپوړی جرمن چارواکی دی، چې افغانستان ته راځي.

Trending

Exit mobile version