تازه خبرونه
لوړو زدکړو وزارت د پوهنتونونو د نجونو او هلکانو لپاره درسي ورځې ځانګړې کړې
لوړو زدکړو وزارت د کابل او پولیتخنیک پوهنتونو د ښځینه او نرینه زدکړیالانو او محصلینو لپاره درسي ورځې ځانګړې کړې دي.
د لوړو زدکړو وزارت د پخوانۍ پرېکړې له مخې؛ په دولتي پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو درسي وخت توپير درلود. یعنې ښځینه له سهاره او نرینه له غرمې وروسته پوهنتون ته تلل. اوس د لوړو زدکړو وزارت پرېکړه کړې، چې ښځینه او نرینه محصلین په بېلا بېلو ورځو کې د کابل او پولتخنیک پوهنتونو ته ورشي.
د دې پرېکړې پر بنسټ، شنبه، دوشنبه او چارشنبه د ښځینه محصلینو لپاره او یکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د نرینه محصلینو لپاره ځانګړې شوې دي.
دا مهالوېش د لوړو زدکړو وزارت لخوا د پلي کولو لپاره پوهنتونونو ته لیږل شوی.
د کابل پوهنتون چارواکي دا پرېکړه تائیدوي.
د کابل پوهنتون د نشراتو مشر رحیم الله ندیم امریکا غږ ته ویلي: نرینه محصلین په اوونۍ کې درې ورځې پوهنتون ته راځي او خپلې زدکړې روانې ساتي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دغه پلان له ډېرو رایو او مشورو وروسته پلی شوی، څو زدکوونکي په آزاده او له کومې ستونزې پرته خپلو ټولګیو ته حاضر شي.
نوموړې پدې باور دی، چې له دې پلان سره به ښځينه زدکوونکي پرته له ځنډه خپلو زدکړو ته دوام ورکړي او په اوونۍ کې درې ورځې نورې هم د ټولو زدکوونکیو لپاره يو فرصت دى، چې په روزنيزو کورسونو کې ګډون وکړي.
د لوړو زدکړو وزارت دې پرېکړې په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
د کابل پوهنتون وياند پر ټولنيزو رسنيو د نيوکې په ترڅ کې ويلي، چې دغه اقدام يې د پوهنتون د ستونزو د کمولو او محصلانو ته د آسانتياوو د برابرولو په موخه کړى دى.
په همدې حال کې د تېر حکومت د لوړو زدکړو وزارت یو شمېر پخواني چارواکي او د پوهنتون استادان پدې باور دي، چې د نرینه وو او ښځینه وو محصلینو بېلول او د پوهنتونونو د استادانو کمښت اسلامي امارت دې ته اړ کړی، چې پرېکړه وکړي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته د دولتي پوهنتونونو دروازې د محصلینو پر مخ خلاصې شوې دي.
