تازه خبرونه

لوږه د هېوادونو ملي امنیت ګواښي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوړو کړکیچ غلې سونامي ده، چې بېوزلي یې تر اغېز لاندې نیولي دي.

 امنیتي ستونزو د خیریه ټولنو او موسسو کارونه هم ټکني یا اغیزمن کړي او د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولین هم له دې ناحیې شکایت کوي.

 د خوړو د نړیوال پروګرام  څېړنه ښیي، چې زیاتره زیانمنونکي هېوادونه له اقتصادي اړخه له کړکیچ سره دي.

 دغه بنسټ ناامني د خپلو چارو پر وړاندې لوی خنډ ګني.

 د دې بنسټ اجرائی رییسه وایي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرینږدي.

 د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیه رییسه ارتارین کازین وایي، دا مهال د خوړو نړیوال پروګرام توانیدلی، چې شاوخوا دوه میلیون افغانان تر پوښښ لاندې راولي.

 باید وویل شي کومو سیمو کې، چې امنیت نشته، زمونږ سیمه ییزې ادارې له خلکو سره نغدي مرسته کوي.

 هغې په ډاګه کړه؛ دوی د کال تر پایه پنځوس میلیون دالرو ته اړتیا لري، چې تر ژمي پورې د یو اعشاریه شپږ میلیون افغانانو لاسنیوی وشي.

 د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیاله انجلین روداکوبناوایي، د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو لس سلنه برخه له نښتو او جګړو زیانمنه شوې ده. د افغانستان په شمال، مرکز او سویل کې ناامنه سیمې شته؛ خو دا وضعیت تل د بدلون په حال کې دي. په سیمو کې، چې امنیت تامین شوی مونږ هلته کار کړی دی.

 د لوږې تر څنګ خوارځواکي او ټیټ قد نورې ستونزې دي، چې د څېړنې له مخې خلک ترې افغانستان کې کړیږي.

 د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیه رییسه ارتارین کازینوایي، د خوړو د نړیوال پروګرام او زمونږ د شریکانو وروستۍ ارزونې  ښیي؛ د افغانستان د خلکو څلویښت سلنه برخه، چې یوولس اعشاریه درې میلیون کسان کیږي، یوازې د خوراکي توکو له  کمښت سره مخ دي، خو له پېنځه کلونو څخه ټیټ عمره څه باندې څلویښت سلنه ماشومان له خوارځواکۍ او  له ټیټې ونې کړیږي.

 د دغه پروګرام مسوولین ژمنه کوي؛ د وران کال تر پایه به درې اعشاریه شپږ میلیون کسان، چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، تر پوښښ لاندې راولي.

 د دغه پروګرام د مسوولینو په وینا؛ دوه اویا زره کډوال، چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي، چې ور سره د مرستو  څرنګوالی څېړي.

 

Trending

Exit mobile version