سیمه ییز خبرونه
لوگر ولايت اتيا په سلو كې د مخالفينو تر گواښ لاندې دى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هرې ورځې په تېريدو ټاكنې نژدې كيږي او د ټاكنو خپلواك كميسيون د رڼو او عادلانه ټاكنو له تر سره كولو خبرې كوي؛ خو ناامني د ټاكنو د ترسره كولو لپاره ستر گواښ گڼل كيږي.
د لوگر د ولايتي شورا رييس عبدالولی وکیل وايي:
د ښځو د راى كارتونو د نه اخيستو ستر لامل په دې ولايت كې د وسلوالو مخالفينو پراخ شتون دى.
د كورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقی وايي، امنيتي ځواكونه هيڅكله وسله والو مخالفينو ته د ټاكنو د گډوډولو اجازه نه وركوي.
ټاكل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶ تر سره كيدونكې دي.