تازه خبرونه

لویدیځو هېوادونو افغانستان ته ناورین زېږوونکی زیان اړولی – د بریټانیا ملیبینډ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲, ۱۴۰۰)

د بریټانیې د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ژغورنې نړیوالې کمېټې اوسنی اجرائیوي مشر ویلي؛ لویدیځ د لوږې پر تپل شوې پالیسۍ افغانستان او خپل شهرت ته پوره زیان رسولی دی.

هغه ګارډین ورځپاڼې ته څرګنده کړې: که مونږ غوښتل یو ناکام دولت رامنځته کړو؛ کولی مو شو، چې د اوس پر پرتله ډېر ګټور ترکیب ولرو.

ګارډین څرګنده کړې، چې میلیبینډ نه یوازې د بشري مرستو، بلکې د اقتصادي بیارغونې او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو لپاره د بایډن او نړیوال بانک تر منځ ښه منځګړیتوب کړی دی.

هغه ګارډین ته ویلي؛ روان کړکچ دومره ژور دی، چې ملګرو ملتونو د سږکال لپاره د  ۴ میلیارډ ډالرو غوښتنه به راروانه میاشت د ژمنې په کنفرانس کې رایاده شي او شونې ده، چې په راتلونکي کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

ګارډین راپور ورکړی؛ د نړیوال بانک بورډ به د مارچ په میاشت کې د یو اعشاریه درې میلیارډ ډالرو د خوشې کولو لپاره غونډه وکړي، چې تر دې دمه یې له خوشې کولو څخه ډډه کړې ده.

ډیویډ ملیبینډ ویلي؛ لویدیځ طالبان ( اسلامي امارت نه، بلکې عام وګړي زیانمنوي او د لوږې رامنځته کولو سیاست رهبري کوي.

هغه ويلي؛ که غرب غواړي دا هېواد د ژمي په پاتې موده کې ژوندي پاتې شي؛ نو باید رامنځته شوې ستونزې ژر حل شي؛ ځکه د معاشونو د ورکولو لپاره پیسې نشته. ځینو ​و​ښوونکیو او د روغتونونو کارمندانو ته له اپریل راپدیخوا معاش ندی ورکړ شوی او دا حالت باید بدلون ومومي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا بندیزونه سوداګریزې هڅې اغېزمنې کړي او ان سوداګر وېره لرئ، چې شتمنۍ یې زیانمنې نشي.

دغه راز د نغدو پیسو بحران هم شته او د بانکدارۍ سیسټم هیڅ راز ملاتړ نلري او هیڅوک نشي کولی د وارداتو لپاره پور یا پیسې ورکړي. سره له دې، چې له د افغانستان بانک څخه څانګوال وتلي؛ خو دا هر څه شونې ده، چې د طالبانو ( اسلامي امارت ) له رسمیت پېژندلو پرته تر سره شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې غمجنو شرایطو کې تاسې کولی شئ ډېرې مرستې ورکړئ؛ خو دا به بیخبنایي ستونزې حل نکړي. زه د یوې مرستندویه ادارې په ښه حالت کې نه یم؛ خو ویلی شم، چې یوازې بشري مرستې مه ورکوئ؛ اقتصاد او بیخبناوې پیاوړی کړئ.

همدارنګه اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې او امریکا څخه د بندیزونو او اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعا اللهسمنګاني ټینګار کړی، چې د بشري مرستو بهیر باید له سیاسي مسایلو سره و نه تړل شي او پر اسلامي امارت ترې د فشار په توګه کار واخیستل شي.

د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا  په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او څه ناڅه افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې لومړی ودرولې او بیا یې د قطر له لارې پیلولو ته اړ شوه؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره یې د نړیوالو موسسو نغدي مرستې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version