تازه خبرونه

لویدیځ باید د افغانستان په اړه خپل نظر بدل کړي:  دفاع وزیر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د دفاع وزارت چارسمبالي په کابل کې د یکشنبې پر ورځ د غبرګولي لومړۍ د پخواني مشرتابه ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په مراسمو کې څرګنده کړې، چې لویدیځ هېوادونه باید د افغانستان په اړه پخپلو کړنو او اندونو کې بدلون راولي.

 په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد پر امریکا غږ وکړ، چې په افغانستان کې د خپلې شل کلنې مفکورې د عملي کولو هڅه دې نکوي او له اسلامي امارت سره دې تعامل وکړي.

نوموړي ویلي؛ که امریکا وي یا اروپا او یا نور هېوادونه، باید هغه ذهنیت بدل کړي، چې د افغانستان په اړه یې له شل کلونو راپدیخوا درلود. دوی باید افغانستان ته په بل ډول وګوري.

په دې مراسمو کې د لومړي وزير مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي؛ د طالبانو د مشر منصور په مشرۍ د طالبانو په وسلواله مبارزه کې د افغانستان استخباراتي ادارې د پام وړ پرمختګ کړى دى.

د لومړي وزير مرستيال عبدالسلام حنفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې به د بې عدالتۍ مخه ونيول شي .

هغه ویلي: مونږ دا خپل اسلامي مکلفيت ګڼو او د هر هغه چا مخه نیسو، چې د افغانستان په هر ځای کې پر خلکو ظلم کوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل: که اسلامي امارت د بهرنیانو غوښتنو ته غاړه کیښوده؛ نو د پخواني حکومت د مشر اشرف غني له برخلیک سره به مخ شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې اسلامي امارت باید نجونې ښوونځيو ته پریږدي.

ښځو ته خپل شرعي حقوق ورکړ شوي ندي؛ یوه کونډه اوس هم نشي کولی خپل میړه وټاکي. یوه نجلۍ نشي کولی خپل میړه وټاکي. که یوه ښځه د میراث حق وغواړي، هرڅوک به پرې وخاندي.

ده وويل چې نجونو ته د زدکړې حق ورکړ شوی ندی.

نوموړی وایي: په افغانستان کې ښوونه او روزنه شته؛ خو داسې نده، چې باید څنګه وي. دوی ته د دوی حقوق ورکړي. چيرته، چې ښځې کولی شي اسلام او شريعت زدکړي. دوی په مدرسو او ښوونځیو کې زده کړې کوي.

ده څرګنده کړې؛ د هغو حکومتونو وخت لنډ وي، چې  ملت یې ملاتړی نه وي.

د اسلامي امارت پخوانی مشرتابه ملا اختر منصور د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د مۍ پر ۲۱ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له وژل کېدو مخکې شاوخوا یو کال د مشرتابه دنده تر سره کړې وه.

Trending

Exit mobile version