تازه خبرونه
لویدیځ دې له افغانستان سره د همکاریو د پیاوړتیا مخه نهنیسي – د کړکېچ نړیواله ډله
د کړکېچ نړیوالې ډلې د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې لسمه ) په یوه راپور کې له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د سوداګرۍ د وضعیت د ښه کولو او له وسلهوالو مخالفانو سره د مبارزې او له افغانستان سره د سیمه ییزو همکاریو د عملي ګامونو د پیاوړتیا مخه دې نهنیسي.
دې بنسټ ویلي: له هغه وخته، چې د لویدیځې نړۍ ډېرو هېوادونو د ښځو او نجونو د حقونو د مسلې له کبله له اسلامي امارت څخه ځان ډډې ته کړ؛ د افغانستان ګاونډ او د سیمې هېوادونه د امنیت او اقتصادي ثبات په اړه د خپلو اندېښنو د حل لپاره له دغه نظام( اسلامي امارت) سره اړیکې نیسي.
د کړکېچ نړیوالې ډله بېلګه وړاندې کوي او وایي: سیمهییز هوايي شرکتونه غواړي، چې کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي؛ خو په هوايي ډګر کې د خراب رادار سیستم له کبله یې دا کار نهدی کړی. په سیمه کې ډیپلوماتان اندېښمن دي، چې نوي تجهیزات اخیستل شوي؛ خو د لویدیځ د بندیزونو له کبله په اروپا کې پاتې دي.
په سیمه کې بانکونه هم غواړي، چې له افغانستان سره په راکړه – ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ خو امریکايي بانکونه ډېری وخت دوی له دې کاره منع کوي.
په راپور کې راغلي: کله، چې مرسته کوونکي لویدیځ هېوادونه د افغانستان لپاره د پرمختیایي سیاست پر غوراوي بحث کوي؛ باید سیمهییز حکومتونه هم په خپلو خبرو کې راښکېل کړي – ان که سیمهییز لوبغاړي پخپله بسپنه ورکوونکي هم نهوي. په داسې غونډو کې پرېکړې کولی شي مستقیماً د هغو پر اقتصادي هوساینې اغېز ولري.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د سیمهییزو همکاریو په ګامونو او پرمختګونو کې ډېري لویدیځ هېوادونه ښکېل نهدي؛ خو په پایلو کې یې برخه لري. که دات کار وشي؛ اروپایان به له یوې باثباته او پرځانبسیا سیمې څخه ګټه پورته کړي.
د کړکېچ نړیوالې ډلې په ډاګه کړې، چې د سیمې ډېرو هېوادونو په خپلو پلازمېنو کې د اسلامي امارت د استازو له ټاکلو هرکلی کړی او ادعا کوي، چې دا ډول نمایندګي د رسمیت پېژندنې معنا نهلري، بلکې دا له افغانستان سره د اړیکو د مدیریت لپاره یو تخنیکي شرط دی.
د یادې ډلې په راپور کې دا هم راغلي: دا اړیکې په کاري کچه کې د پراخېدو شونتیا لري؛ ان دا شونتیا هم شته، چې په راتلونکي کې ځینې هېوادونه د لویدیځ پر مشرۍ له اجماع سرغړونه وکړي او دا رژیم ( اسلامي امارت) پر رسمیت وپېژني.
دا راپور یوه ورځ وروسته له هغې خپرېږي، چې کابل د سیمې او ګاونډ ۱۲ هېوادونو د ډیپلوماټانو او ځانګړیو استازیو په حضور کې د سیمهییزې همکارۍ د نوښت غونډې کوربهتوب ترسره کړ.