نړۍ

لویدیځ زمونږ پر خاوره یرغل ته چمتووالی نیولی و- پوتین

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۱)

پوتین پر نازیزم د بري د ورځې په ویاړ په وینا کې څرګنده کړې، چې په اوکراین کې د روسیې د ځانګړيو پوځي عملیاتو پیل د یوه ځواکمن او خپلواک هېواد پرېکړې ده، چې سمه او پخپل وخت ونیول شوه.

د می ۹ په روسیه کې د بری ورځې په توګه پېژندل کیږي او له ۱۹۴۵ کال راپدیخوا پدې مناسبت په روسیه کې رسمي رخصتي وي.

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د دې ورځې مراسم د ښار په سره ډګر کې د پر پوځي مراسمو او د ولسمشر لخوا د وینا پر ترسره کولو پیل کیږي.

 سږکال یې ۷۷ کلیزه ونمانځل شوه او نړۍ د اوکراین په اړه د پوتین د دریځ ښکاره کولو په تمه ول.

 ولادیمیر پوتین د روسیې پخوانیو پوځیانو ته د سترې بریا د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې وویل: دا زمونږ دنده ده، چې د هغو کسانو یادونه تازه کړو، چې نازیزم ته یې ماتې ورکړېده.

 پوتین په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني ماتې ته نغوته کوي. په داسې حال کې، چې د اوکراین د یرغل لپاره د هغه یوه پلمه له نازیزم سره مبارزه وه.

د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راپدیخوا، د روسیې ولسمشر تل ټینګار کړی، چې ځواکونه یې په اوکراین کې نه جنګېږي او دا یوازې د هغه څه پر ضد ځانګړي پوځي عملیات دي، چې په اوکراین کې د نیو نازي رژیم په نامه یادېږي.

هغه د دوشنبې پر ورځ د روسیې پوځ او خلکو ته په خطاب کې وویل: تاسې اوس د روسیې د امنیت لپاره جګړه کوئ. دښمنانو هڅه کړې، چې د روسیې پر ضد ترهګر وکاروي.

پوتین ویلي، په نړیوالو اړیکو کې له توپیرونو سره سره، روسیې تل د یوه متوازن او نه وېشل شوي امنیتي سیسټم د جوړولو ملاتړ کړی، چې د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره حیاتي دی.

هغه پر ​​اوکراین د پوځي برید د علت د بیانولو ترڅنګ وویل، د تېر کال په ډسمبر کې مونږ د امنیتي تضمینونو د یوې موافقې وړاندیز وکړ. روسیې پر لویدیځ غږ کړی، چې په صادقانه ډول خبرو اترو کې برخه واخلي او داسې معقولې حل لارې ولټوي، چې دوه اړخیزه ګټه ولري؛ خو دا په بشپړه توګه بې ګټې وه … د ناټو هېوادونو نه غوښتل، چې زمونږ خبرې واوري. پدې معنی، چې دوی په حقیقت کې په بشپړه توګه مختلف پلانونه درلودل او مونږ ولیدل. په ښکاره ډول، دوی په ډونباس کې د نورو عملیاتو او د کریمیه په ګډون زمونږ پر تاریخي ځمکو د برید لپاره چمتووالی نیولی و. په کیف کې، دوی د اټومي وسلو احتمالي استملاک اعلان کړ، د ناټو ائتلاف په فعاله توګه زمونږ د ګاونډ سیمو نظامي کنټرول پیل کړ. په دې توګه، مونږ په سیسټماټیک ډول د نه منلو وړ ګواښ رامنځته کړ، چې سربېره پردې زمونږ په سرحدونو کې ول.

 هغه وویل؛ له نیونازیانو او غلو (اوکرایني ملتپال) سره مقابله، چې د امریکا او د هغې د کوچنیو ملګرو لخوا یې ملاتړ کیږي، اړینه ده. مونږ وليدل، چې په پوځي بنسټونو کې زياتوالى راغلى، په سلګونه پوځي سلاکاران کار کوي او په منظمه توګه د ناټو لخوا عصري وسلې په پرمختللو وسلو سمبالیږي.د خطر [کچه] هره ورځ لوړیږي. روسیې پر بشپړ احتیاط یرغلګر پر شا وتمبول.

د روسيې ولسمشر د وژل شويو او ټپي شويو سرتېرو له کورنيو سره د مرستې ژمنه وکړه او پدې اړه يې د ولسمشر د فرمان د لاسليکولو اعلان وکړ.

هغه په ​​اوکراین کې د بریا د ورځې له لمانځلو سره وویل، په دونباس کې رضاکار ځواکونه او د روسیې پوځیان د خپلو ځمکو او راتلونکي لپاره جګړه کوي.

د روسیې ولسمشر د قربانیانو په یاد کې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

د یادونې ده، چې نوموړي د اوکراین د جګړې د بریاوو او ناکامیو په اړه څه ونه ول.

Trending

Exit mobile version