تازه خبرونه
لویدیځ په افغانستان کې له وسلهوالو ډلو سره اړیکې ډېرې کړي – روسیه
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امنیتي ګواښ په اړه د اندېښنې تر څنګ دا ادعا هم کړې، چې لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې له وسلهوالو ډلو سره تعامل ته زور ورکړی دی.
د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، شویګو د دوشنبې پر ورځ (د زمري ۲۴ ) د مسکو د نړیوالل امنیت په یوولسم کنفرانس کې ویلي، چې نړیوال ترهګرې ټولنې په افغانستان کې نفوذ لري او لویدیځ هېوادونه په فعاله توګه له بې پښتو وسلهوالو ډلو سره اړیکې ډېرې کړې دي.
هغه وایي: په منځنۍ اسیا کې د CSTO (د ګډ امنیت تړون ټولنې ) د متحدینو امنیت د روسیې د دفاعي بنسټونو د کار لپاره یو مهم لومړیتوب دی. نن د سیمې لپاره اصلي ننګونې او ګواښونه د افغانستان له دننه څخه رامنځته کیږي، چې په کې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت له ړنګیدو وروسته د نړیوالو تروریستي ډلو نفوذ مخ پر ډېرېدو شوی دی.
د روسیې دفاع وزیر له وسلهوالو ډلو سره د لویدیځو هېوادونو د تعامل په برخه کې ویلي: د هغوی د اقداماتو هدف څرګند دی؛ له یوې خوا زمونږ د همکارانو په سرحدي سیمو کې د جګړې ډګر جوړېږي او له بلې خوا د [مصنوعي جوړې شوې] جګړې د بې پرې کولو لپاره پوځي مرستې کېږي. په داسې حال کې، چې د ملکي او دولتي خلکو پر ګټو او ثبات سترګې پټیږي.
د روسیې د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې اسلامي امارت په ځلونو د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به بل هېواد ته ګواښونه رامنځته نهشي.