تازه خبرونه

لویه څارنوالۍ ۳ تنو غلو ته د شديدو مجازاتو غوښتونکې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

لویه څارنوالۍ وایی، چي هغه دری تنه، چی د پغمان په ولسوالی کی یی له یوه کورنی څخه غلا او پر ښځویی جنسی تېری کړی دوسی یی لوی څارنوالی ته را رسېدلی او تر جدی څېړنو وروسته به تر دوه اوونیو پوری به خپل څېړنی بشپړ او محاکمو ته وړاندی کړی.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د شپی لخوا د غلا سړي تښتونې او نا امنیو د پراخېدو له امله سر ټکوي دوی وایی، چی په ډېر ډار سره خپل ژوند مخ ته بیایی او هېچ د مصئونیت احساس نکوي.
دا خلک له دولت څخه غوښتنه کوي، چی اړوند کسان، چی په دې تور نیول کېږی باید شدید مجازات شي تر څو نورو خلکو ته د عبرت وړ وګرځی.
د کابل ښار په ورستئ پېښه کی د یوۍ کورنیو څخه د غلا تر څنګ د ښځو سره د زوریاتی او جنسی تېری هم شوی دی.
لوی څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي وایی، چی د دغه تورنو کسانو دوسیه دوی ته را لېږل شوې او تر دوه اوونیو پوری به خپله څیړنه بشپړه او محاکمو ته وړاندې کړي.
همداراز د لویی څارنوالۍ ویاند زیاتوي، چی تر ۵ زره تورن کسان د دوی تر تعقیب لاندې دي، خو پولیس تر اوسه ندی توانیدلی چی دا کسان ونیسی.
دا په داسی حال کی دی، چی د ولسمشری ټاکنی ځند او جنجالي بهیر د دې لامل شوی، چی امنیتی حالات ورځ تر بلې خراب او خلک یی له راز راز ستونزو سره لاس او ګریوان کړي د ي.

Trending

Exit mobile version