تازه خبرونه

لویې څارنوالۍ د اوو پخوانیو وزیرانو دوسیې سترې محکمې ته لېږلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

لویه څارنوالۍ وایي چې د اوو پخوانیو وزیرانو دوسیې بشپړې او سترې محکمې ته لیږدول شوي دي او په خبره یې تمه لري چې ولسمشر او قضا د دغو کسانو په اړه ځانګړې محکمه جوړه کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزيپه خبره چې وایي، د اداري فساد په وړاندې مبارزې ته جدي دي او تر اوسه یې څلور څارنوالان د اداري فساد په تور نیولي دي او زیاتوي چې د کابل بانک د قضیې د تښتیدلو کسانو د نیونې هڅې هم دوام لري.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي:

د ۷ پخوانیو وزیرانو دوسې بشپړی شوی او ستري محکمی ته وړاندی شوی او دې په تمه دي چي ولسمشر او قضا د دوی په اړه ځانګړي محکمه جوړه کړي.

د ښاغلي عزیزيپه وینا؛ کابل بانک د قضیې تښتیدلي کسان هم د لویې څارنوالۍ تر تعقیب لاندې دي:

د کابل بانک د بحران په اړه دوسي نهایی شوي؛ خو د تیښتیدونکو کسانو د نیولو په اړه د دوی هڅی روان دي .کله چې دغه کسان ونیول شی نو پر دوی به قانونو تطبیق او محاکمی ته به حاضر کړای شی.”

لویې څارنوالۍ هغه راپورونه رد کړل چې وایي، د یو شمېر هغو څارنوالانو نوملړ یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لیږلی چې په اداري فساد کې ښکېل دي؛ خو د لویې څارنوالۍ مسولین مني چې د څلورو څارنوالانو په ګډون یې اته دولتي کارکونکي چې په اداري فساد تورن وو، نیولي دي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version