تازه خبرونه

لویې څارنوالۍ نږدې ۲۸۰۰ پېښو ته لاسرسی موندلی

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۳۹۹)

لویې څارنوالۍ ویلي، چې د روان کال په ۹ میاشتو کې یې نږدې اته ویشت زره جنايي پېښې ثبت کړي او عدلي بنسټونو ته سپارل شوي، چې د کورني امنیت خلاف جرمونه، د نشه يي توکو د قاچاق او له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې یې ښکاره بېلګې دي.

په هېواد کې پر ناامنیو سربېره جنايي پېښې هم د پام وړدي، چې د نشه يي توکو د قاچاق  ۴۳۰۵ ،له ښځو سره تاوتریخوالي ۲۰۸۸ ،  د کورني امنیت خلاف جرمونه ۲۳۲۹ ، پوځي او کشفي جرمونه ۱۷۴۰ ، وهل ټکول ۱۱۶۵ ، د ټپي کولو پېښې ۱۳۶۶ ، د قتل پېښې ۱۶۵۰ ، انسان تښتونې ۳۳۶ ،  اخلاقي جرمونه ۳۷۷ او بېلابېلې جرمي پېښې ۶۹۵۷ ثبت شوې دي.           

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي؛ د ۱۳۹۵ کال څخه د ۱۳۹۹ کال تر شپږ میاشتو د تښتونو ۹۶۸  پېښې ته لاسرسی شوی او په دې اړه له ۱۰۰۰  ډېر تر څېړنو او څار لاندې راغلي دي.

په کابل کې تر ټولو ډېرې جرمي پېښې رامنځته شوي، چې شمېر یې له ۵۴۰۰ اوښتی دی.

په ننګرهار کې ۲۴۰۰ او په کندهار کې  ۱۸۰۰ جرمي پېښې رامنځته شوې دي.

په افغانستان کې د جنايي پېښو د ډېریدو له کبله حکومت اړ شو، چې امنیتي میثاق عملي کړي او خلک د جرمونو په مخنیوي کې له حکومت سره مرسته وکړي؛ خو ځينې په دې باور دي، چې تر اوسه امنیتي میثاق هم مثبته پایله نده ورکړې.

Trending

Exit mobile version