تازه خبرونه
لوی درستیز په ننگرهار کې د شخصي ملیشو جوړول وغندل
د وسلوال پوځ لوی درستیز په اچین ولسوالۍ کې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې که د خپل سرو ملیشو جوړونکي له خپلې کړنې په شاه نه شي له قانوني چلند سره به مخ شي.
ښاغلي شمیم وویل، تېره اوونۍ په اچین ولسوالۍ کې د شخصي وسلوالو له خوا له څلور تنو د سرغوڅولو مسله هم څېړل کیږي.
هغه وویل؛ هرڅوک، چې غواړي په جگړه کې مرسته وکړي، دامنیتي ځواکونو په چوکات کې دې ځان ثبت کړي.
د وسلوال پوځ لوی درستیزقدیم شاه شمیم په اچین ولسوالۍ کې دهوايي بریدونو له لارې د داعش دمرکزنودختمولوژمنه وکړه.
په اچین ولسوالۍ کې میشت سرتېری نیازمحمد د داعش پر ضد شوي عملیات ناکام بولي او وايي، امنیتي ځواکونه له خپلو پخوانیو پوستو څخه مخکې نه دي تللي.
سرحدي پولیس محمد حسین وایي، تازه داعشیان له بشپړو امکاناتوسره د ديورند د کرښې له پورې غاړې څخه اچین او هسکې مېنې ولسولیو راوړي او د خلکو ځمکې په خپل منځ کې وېشي.
که څه هم امنیتی مسوولین د وسلوالو په وړاندې دهمغږۍ ادعاوې کوي؛ خو د اچین قومي مشر شان پاچا هاشمي وايي، د اچین ولسوال او امنیه قومندان په خپلو همغږي نه لري.
داپه داسې حال کې ده، چې له اچین او هسکې مېنې وروسته؛ داعش د چپریهارډېرې سیمې نیولي او د لشکراسلام او داعش د راډيوگانوحکومت ضدنشرات هم په ټول ننگرهارکې په ښه کیفیت اوریدل کیږي.
خبریال: رحمت الله زیارمل.