تازه خبرونه

لوی څارنوال په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

Published

on

د ایران مرستیال سفیر په کابل کې د افغانستان له لوی څارنوال شمس الدین پهلوان سره وکتل او په قضايي او حقوقي برخو کې یې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ خبرې کړي.

په کابل کې د ايران سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سيد حسن مرتضوي پرون ( د وري دیارلسمه ) له مولوي شمس الدين پهلوان سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې پر عدلي او قضايي چارو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې شمس الدین پهلوان د ۸۵۷ افغان بندیانو د خلاصون په اړه د ایران له هڅو او همکاریو مننه او په هغه هېواد کې یې د پاتې افغانانو د دوسیو د څېړلو د بهیر د دوام غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان د لوی څارنوال له قوله ویلي؛ ډېر ژر به په  افغانستان کې د ایراني بندیانو د سپارلو بهیر پیل شي.  

شمس الدین پهلوان دا هم ویلي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د ایراني بندیانو نوملړ بشپړ او د دغه هېواد عدلي او قضايي ارګانونو ته به د دغو کسانو د سپارلو بهیر پیل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ اسلامي امارت په ډېر دقت او ځیرکتیا د ایران غوښتنې څاري او د حل لپاره یې  عملي ګامونه اخلي.

د ايران د سفير مرستيال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د قضائي مسائلو د اواري لپاره هيله څرګنده کړې او وایي: د تهران لپاره يوه له مهمو مسئلو څخه په افغانستان کې د ايراني بنديانو د مسئلې څارل دي. په دې برخه کې په تېرو وختونو کې ګډوډي رامنځته شوې او مونږ هیله لرو، چې په اوسني وضعیت کې او په لنډ ممکن وخت کې د دغو خلکو ستونزې حل شي او ایران ته د ستنېدو لپاره چمتو شي.

دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د زندانونو د عمومي ریاست یو پلاوی د مولوي شمس الدین پهلوان په مشرۍ ایران ته ولاړ او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو په دغه پړاو کې ۸۵۷ افغان بندیان له هغه هېواد څخه د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شول.

په کابل کې د ایران سفارت د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا شپږ زره افغان بندیان د ایران په زندانونو کې پر بند محکوم دي.

Trending

Exit mobile version