سیمه ییز خبرونه
ليتوانيا به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي
ليتوانيا، چې د ناټو سازمان غړيتوب لري؛ چمتو ده، چې له ۲۰۱۴م كال وروسته هم له افغانستان سره خپلې همكارۍ ته دوام وركړي.
په واشنگتن كې د ليتوانيا سفير وايي، هېواد يې په افغانستان كې په غير پوځي پروژو او په ځانگړې توگه بېخبنايي پروژو كې خپلې همكارۍ ته ژمن دى.
په واشنگتن كې د ليتوانيا سفير زايگي مانتاز پاولي يانس وايي:
افغانستان په تېرو لس كلونو كې د ليتوانيا لپاره د اهميت وړ و؛ ليتوانيا د ناتو تړون د يوه كوچني غړي په توگه په غور ولايت كې د ځانگړيو سرتېرو په گومارلو همكاري كوي. د دغه هېواد له دېرش څخه تر څلويښت سلنو مرسته د دپلوماسۍ د ودې پر چارو لگول كيږي او مونږ حاضر يو، چې په غير پوځي برخو كې خپلو همكاريو ته دوام وركړو.
د ليتوانيا سفير زياتوي، كه څه هم تر ۲۰۱۴م كال تر پاى پورې به يې يو شمېر ځواكونه له افغانستان څخه ووزي؛ خو د افغان ځواكونو د روزنې په موخه به ځينې پاتې هم شي.
ښاغلى زايگي مانتاز پاولي يانس په ډاگه كړې، چې:
مونږ په افغانستان كې ۱۵۰ سرتېري درلودل، چې ډېر يې بېرته راستانه شوي او اوس يې څه نا څه لس كسه د افغانستان په سويل حوزه كې پر هڅو اخته دي او غير پوځي ډلې تل افغانستان ته د بېلابېلو پروژو د ترسره كولو په موخه ځي .
ليتوانيا په ۲۰۰۳م كال كې پوځي دنده پيل كړه، چې اوس يې يو ډېر شمېر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دې ته په پام تراوسه هم ځينې افغانان اندېښمن دي، چې ښايي نړيواله ټولنه افغانستان يوازې پريږدي.