تازه خبرونه

لږ تر لږه ۳۰۰۰ افغانانو جعلي ډیپلومونه ترلاسه کړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۰)

له اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون چارواکو تېره ورځ ( د وري ۱۸ ) په ډاګه کړې، چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ افغانانو د هندوستان له یوه ښوونیز بنسټه د جعلي زدکړو اسناد ترلاسه کړي او دا قضیه لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون مشرعبدالقیوم نظامی ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په بهیرکې څرګنده کړې، چې د دې ډیپلومونو لرونکي په لوړو دولتي پوستونو کې کار کوي.

هغه په ​​دې اړه نور جزئیات وړاندې نکړل، چې دا اسناد یې له کوم ښوونیز بنسټه تر لاسه کړي دي.

نظامی ټینګار کړی، چې د دغو اسنادو په څېړلو کې به له لویې څارنوالۍ سره  همکاري وکړي.

تر دې دمه د لوړو زدکړو وزارت په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

له اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون مشر زیاته کړې، چې د روان کال په بهیر کې دې کمیسیون د اداري فساد ۴۸ قضیې څېړلي، چې ۱۶ ترې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

د یاد کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د دې کمیسیون له سپارښتنو څخه د سرغړنو له کبله پر ۱۱ لوړ پوړي دولتي چارواکو د هېواد پریښودلو بندیز لګیدلی دی.

Trending

Exit mobile version