سیمه ییز خبرونه

لښكرگاه ته د وسلوالو طالبانو له خوښې پرته برېښنا نه شي رسيدلى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هلمند كې د برېښنا چارواكي وايي، چې:

له تېرو پېنځه ورځو راپديخوا وسلوالو طالبانو نه يوازې د هلمند پر مركز لښكرگاه، بلكې پر كندهارهم برېښنا پرې كړې ده.

دوى همدا رازوايي، چې له همدې لارې وسلوال طالبان په هرو دوه مياشتو كې شاوخوا سل ميليون پاكستانۍ كلدارې د ماليې په توگه راټولوي.

د هلمند د برېښنا رييس انجنير فيض الله وايي، چې پېنځه ورځې وړاندې د كندهار په ميوند ولسوالۍ كې تر سره شويو عملياتو عام  خلك او وسلوال طالبان په غوصه كړي ول، چې له همدې كبله يې د اړوند سيمې د برېښنا درې پايې په بمونو والوځولې او د دې ترڅنگ يې د گرشك او سنگين ترمنځ په لښكرگاه ښارهم برېښنا بنده كړې ده.

د نوموړي په وينا، ښايي دا ستونزه د خبرو له لارې حل شي؛ ځكه، چې دولت يوازې له پېنځلس زره كورنيوڅخه او وسلوال طالبان له ۲۵ زره كورنيو څخه د برېښنا د محصول پيسې ترلاسه كوي.

د برېښنا رييس دا هم په ډاگه كړې، چې اوس مهال دوى هم د وسلوالو طالبانو تر واك لاندې سيمې له بريښنا بې برخې كړې دي.

بل لورته د لښكرگاه اوسيدونكي وايي، چې دولت او سلوال طالبان بايد د عامو خلكو ستونزې په پام كې ونيسي؛ ځكه، چې دا مهال د برېښنا د نشتوالي له كبله ډېرزيانمن شوي يو.

د يادونې وړده، چې د كجكي له ۳۲ ميگاواټ برېښنا څخه ۱۲ ميگاواټ لښكرگاه او كندهار او پاتې يې د هلمند په هغه سيموكې لگول كيږي، چې زياتره برخې يې د وسلوالو طالبانو ترواك لاندې دي.

Trending

Exit mobile version